لاس رسیدونکی لینک

باجوړ :د سکول د ماشومانو په ګاډی بمي برید کې یو ماشوم مړ، څلور ژوبل


باجوړ کې د سکول په ماشومانو بمي چاودنه

چارواکي وايي دجمعې په ورځ دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبايلي سيمه باجوړايجنسۍ کې دترهه ګرو له لوري دسکول دماشومانو يو ګاډی په بم الوځول شوى چې له امله يې يو وړوکى ماشوم مړ او څلور نور ژوبل شويدي.

دسيمې مشرانو دترهه ګرو له لوري دسکولونو او قومي مشرانو دپه نخښه کولو نه وروستو نيغ په نيغه په وړو ماشومانو ترهه ګريز بريدونه يو وحشيانه عمل ګرځولى او وايي چې ترڅو چې رياست دترهه ګرو په ضد بې توپيره ګامونه نه وي اخستي تر هغې دپاکستان او په ځانګړي ډول قبايلي سيمو څخه ترهه ګري نه شي ختميدى.

دباجوړايجنسۍ مرستيال پوليټيکل ايجنټ محمد علي وايس اف امريکا ډيوه سره په خبرو کې ددغه پېښې دجذئياتو بيانونو په مهال ويلي دجمعې په ورځ دارنګ په خرموټۍ سيمه کې په يو ګاډي کې ماشومان سکول ته وړل کيدل چې ددغه ګاډي مخې ته د وړاندې څخه د سړګ په غاړه ترهه ګرو ريموټ کنټرول بم ايښودى و او هغه يې دسکول په ماشومانو وچولو.

مرستيال پوليټيکل ايجنټ په دغه پېښه کې ديو ماشوم دوژل کيدو او څلورو نورو دژوبل کيدو پخلى کړى دى.

هغه وايي دپېښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي او څلور شکمن کسان يې نيولي، چې دهغوي څخه ددغه پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

ياده دې وي چې دارنګ په خرموټي سيمه کې يوه اوونۍ دمخه ديو قبايلي مشر ملک ناصر خان ګاډى هم په ريموټ کنټرول بم الوځول شوى خو پخپله ملک ناصر خان ددغه بريد څخه روغ وتلى و.

دباجو ړ سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ پخواني غړي ښاغلي اخونزاده چټان دسکول دماشومانو په ګاډي دغه بريد يو وحشيانه عمل بللى او وايي څوک چې بې ګناه ماشومان، زنانه او مشران وژني هغوي دانسانيت ددايرې څخه وتلي دي.

هغه وويل حکومت او امنيتي ادارو ته يې په کراتو کراتو ياده کړې ده چې دترهه ګرۍ دنوغي ويستو دپاره بايد نيشنل ايکشن پلان په بشپړ ډول عملي کړل شي خو ولې له بده مرغه دترهه ګرۍ په ضد په دغه قومي تګلاره تراوسه په مکمل ډول عمل نه ده شوې.

همدغه راز دباجوړ دسوداګرۍ او صنعتونو (باجو چيمبر اف کامرس اينډ انډسټریز) صدر حاجي لالي جان پښتون يار دغه بريد دقبايلي ماشومانو په مستقبل بريد ګرځولى او وايي هرچاته معلومه ده چې په قبايلي سيمه کې څومره پسماندګي او غربت دى او ددې باوجود چې هم قبايل خپل ماشومان سکولونو ته ليږي او ترهه ګر دهغوي سکولونه په بمونو الوځوي او دغه ماشومان وژني نو دا په دې معنا دي چې دپښتنو قبايلو مستقبل تباه کولى شي.

هغه وايي په اسلام کې ددښمن سره دجګړې په مهال هم ښځو ، ماشومانو او بوډاګانو ته دزيان نه رسولو تلقين شوى خو دا ډيره حيرانونکې خبره ده چې دلته داسلام په نوم ماشومان، ښځې او مشران وژل کيږي.

په اتلس لکه ابادۍ مشتمل باجوړايجنسي دپاکستان هاغه قبايلي سيمه ده چې پولې يې دافغانستان سره لګيدلي او په تيرو وختونو کې حکومت مخالفه ياغي طالبانو دغلته خپل متوازي عدالتونه جوړ کړي وؤ او خلکو ته به يې ددغو عدالتونو څخه شرعي سزاګانې اورولې.

دپاکستان امنيتي ځواکونو وروستو په باجوړ کې دطالبانو په ضد عمليات وکړل چې ددغه عملياتو په نتيجه کې په لکونو قبايل دخپلو کورونو نه بې کوره شوي وؤ.

دپاکستان امنيتي ځواکونه اوس مهال دعوې کوي چې باجوړايجنسۍ کې يې تندلارو ته ماتې ورکړې ده خو ددې باوجود هم وخت په وخت مطبوعاتو کې دتندروه اسلامي ډلو له لوري قبائیلي سیمه باجوړ کې دسکولونو په بمونو دالوځولو او دقومي مشرانو دپه نخښه کولو خبرونه مخې ته راځي

څيړونکي دپاکستان په حکومت او امنيتي ادارو نيوکې کوي چې دترهه ګرۍ په ضد دټول هيواد دسياسي ګوندونو په مشوره جوړې شوې تګلاره چې دنيشنل ايکشن پلان نوم ورکړل شوى په بشپړ ډول نه عملي کوي.

په دغه تګلاره کې دا خبره هم شامل وه چې په پاکستان کې په کومو ديني مدرسو کې ماشومانو ته دکرکې ډک درسونه ښودل کيږي يا هم دبهر نه ورسره دپېسو مرستې کيږي ، دهغو په ضد به ګامونه اخستل کيږي خو څيړونکي نيوکې لري چې ددغو نکاتو ترڅنګ تراوسه دنيشنل ايکشن پلان ډير مهم نکات نه دي عملي شوي او امنيتي ځواکونه دنړيوالې ټولنې په فشار دترهه ګرو په ضد يواځې دنمايشي بڼې عمليات کوي.

دپاکستان پوځ بيا دغسې ټول تورونه ردوي او وايي چې دترهه ګرو په ضد پرتله کوم توپير څخه ګامونه اخلي

XS
SM
MD
LG