لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په پاکستان سفري بندېزونه نه لګوي، نفیس ذکریا


Urna de voto, Guiné-Bissau, 2019
Urna de voto, Guiné-Bissau, 2019

د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ په اووه مسلمان اکثریتي مسلمان ملکونو د سفري بندېز لګولو وروستو داسې اندېښنې زیاتې شوې وې چې پاکستان باندې هم دغه ډول بندېزونه لګېدی شي. خو د پاکستان خارجه وزارت ویلي امریکا په پاکستان د سفري بندېزونو هیڅ اراده نه لري.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا نن د زیارت په ورځ اسلام اباد کې اوونیزې خبرې غونډې ته په وینا کې وویل "مونږ د د واشنګټن ډی سي د نوي انتظامیې سره په تماس کې یُو، هغوي راته د دې خبرې باور راکړی دی چې پاکستان د هغو ملکونو په فهرست کې نه شماروي په کومو چې بندېزونه لګول شوي دي".

د نفیس ذکریا په وینا په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې هم په یو بیان کې ویلي چې پاکستان باندې بندېزونه نه لګوي.

د شورو په ورځ د سپينې ماڼۍ ویاند شان سپایسر ویلي ؤ چې پاکستان، افغانستان او لبنان په هغو هېوادونو کې شامل دي چې د سفر ورکونکو په اړه معلومات شریکوي.

ولې ګواښ یې کړی که د دوي په مرسته کې بدلون راغلو نو په فهرست کې نور هېوادونه هم شاملولی شي.

نفیس ذکریا د افغانستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د روس پلازمینه ماسکو کې کېدونکې غونډه کې به پاکستان ګډون کوي.

نوموړی یو ځل بیا دغه خبره تکرار کړ ه چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړوند هر ډول هڅو کې برخه اخلي، "په دې کې شک نشته چې پاکستان د افغانستان د سولې دپاره ژمن دی او پاکستان د دغه ډول هر ګام ملاتړ کوي".

پاکستان د اوږدې مودې نه دغه خبره تکراروي چې افغانستان کې سوله غواړي، ولې افغانستان تور لګوي چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړوند سنجیده نه دی.

په افغانستان کې په وروستیو کې په یوه ورځ کابل، هلمند او کندهار کې بریدونه شوي او د ۵۰ نه زیات کسان پکې وژل شوي چې پکې د متحده اماراتو سفارتکار هم شامل وو.

افغان صدر اشرف غني ویلي ؤ چې دغه برید کوونکي په پاکستان کې دي. او د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېدباجوه ویلي ؤ چې تورونه لګول د سولې هڅو ته زیان رسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG