لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین بیا د مسعود اظهر نوم د بندېزونو فهرست کې شاملولو مخالفت کړی


د جېش محمد ډلې مشر مسعو داظهر تعلق د جنوبي پنجاب سيمې سره دی، او راپورونه وايي پاکستان کې ازاد ژوند کوي.
د جېش محمد ډلې مشر مسعو داظهر تعلق د جنوبي پنجاب سيمې سره دی، او راپورونه وايي پاکستان کې ازاد ژوند کوي.

چین یو ځل بیا مخالفت کړی چې د امریکا لخوا پاکستان کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جېش محمد مشر مسعود اظهر باندې ملګرو ملتونو کې بندېز ولګول شي، ولې ناقدین وايي پاکستان به څو پورې د چین پناه ته ناست وي او دغه تُندلاري وسله وال د پاکستان دپاره څومره مهم دي چې د نړۍ فشار پرې نه مني.

هند په مسعود اظهر د یو شمېر ترهګر بریدونو تور لګوي چې پکې یو تېر کال د هند پټهان کوټ سیمه کې هوايي ځواک باندې برید او په کال ۲۰۰۱ کې د هند په پارلیمان د برید تور هم په مسعود اظهر لګول شوی ؤ.

راپورونه وايي هند هڅه کوي چې د مسعوداظهر نوم د ملګرو ملتونو د نړیوالو ترهګرو په فهرست کې شامل شي، ولې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا په ۱۵ غړو هېوادونو کې دا درېم ځل دی چې چين د دې مخالفت کوي.

څیړونکی ډاکټر حسن عسکري وايي د نړۍ زیات هېوادونه په پاکستان د حافظ سعید او مسعوداظهر باندې د بندېزونو غوښتنه کوي، خو نوموړی وايي دوي نه پوهيږي چې پاکستان د دغو دوه کسانو دپاره د ټولې نړۍ په ضد ودریږي.

"څو پورې به دوي په چین اډاڼه کوي سبا که چین داسې ونه کړي نو بیا ستا سره څه پالیسي پاتې کيږي، نو زما په خیال دا هم ډېره ضروري ده چې وکتی شي چې ایا دا لیډران دومره ضروري دي چې ته (پاکستان) د دوي دپاره د ټولې دنیا سره جنګېږې".

نوموړی وايي پاکستان ته به د ترهګرو نه د لاس اخستو پالیسي خپلول وي ګنې بیا به دا ناکامه خارجه پالیسي وي.

د جېش محمد ډلې مشر مسعو داظهر تعلق د جنوبي پنجاب سيمې سره دی، او راپورونه وايي پاکستان کې ازاد ژوند کوي.

په کال ۱۹۹۴م کې هغه د هند د ولقې لاندې کشمیر کې نیول شوی ؤ او وروستو په کال ۱۹۹۹م کې د هغه ورور ابراهیم اطهر د هند د مسافرو یوه الوتکه افغانستان ته تښتولې او د الوتکې د مسافرو خوشي کولو په بدل کې هند مسعوداظهر کابل کې د طالبانو حکومت ته سپارلی او بیا بیرته پاکستان ته راغلی ؤ.

د پاکستان خپله قانون جوړؤنکي هم دا غوښتنه کوي چې چين ولې د مسعوداظهر د نوم بندېزونو فهرست کې د اچولو مخالفت کوي، باید پاکستان دا خبره په ډاګه کړي چې دا کار د چا په غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG