لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې دوه ښځې د غېرت په نوم وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې دوه ښځې د غېرت او وراثت په نوم وژل شوي، او د بشري حقونو تنظیمونه وايي د ښځو په ضد تشدد کې سېوا والی مخې ته راځي خو ریاستي ادارې د دغه ناوړه کار په مخه نیولو کې پاتې راغلي دي.

د غېرت په نوم د وژنو یوه پېښه د خېبرپښتونخوا شانګله پار او بله په کوهاټ ضلع کې رامنځته شوې ده.

د شانګله پار ضلعې د پولیسو په وینا دغه پېښه د نهې او شورو په منځنۍ شپه کې رامنځته شوې او یو ورور خپله خور او ۷۰ کلن ځایي تن په ډزو وژلي دي.

پولیس وايي وژل شوې جینۍ واده او د دوه بچو مور وه. د پېښې مقدمه د جینۍ د ورور او تره زوی په نوم درج کړی شوې ده.

د ښځو د حقونو دپاره کارکوونکې ادارې (خویندو کور) غړې نازره سید وايي، چې ریاستي ادارې د ښځو په ضد تشدد کې کردار نه لوبوي او هم دغه وجه ده چې د دې پېښو شمېره ورځ په ورځ سېوا کیږي.

هغه وايي، په ملکي کچ قانون شته خو عملي کيږي نه چې ملزمانو ته سزا ورکړی شي.

بله پېښه د کوهاټ ضلعې په استرزۍ کلي کې ۲۷کلنه کونډه تربورانو په دې خبره وژلې چې نوکري پرېږدي، او هغې ترې د پلار د جایداد په وراثت کې برخه هم غوښتله.

په قبایلي سیمو کې د ښځو د حقونو دپاره کارکوونکې فعاله ثمرین وزیر وايي دغه وژل شوې ښځه چې د اېم فل طالب علمه او د درېو بچو مور وه، د وژنې په ضد يې مقدمه درج کړی شوې ده خو تراوسه پورې څوک نیول شوي نه دي.

(تربورانو ورته ویل چې نوکري پرېږده ځکه چې ستا په نوکرۍ دوي شرميږي او خلک ورته پېغور ورکوي، او هغه ورته په نوکرۍ پرېښودو تیاره وه خود پلار په میراث کې يې ترې برخه غوښته چې خپل بچي پرې وساتي).

د بشري حقونو نړیواله اداره اېمنسټي انټرنيشنل وايي پاکستان کې هر کال د ۱۰۰۰ نه زیاتې ښځې د غېرت په نوم وژل کيږي.

پاکستان کې د ښځو د حقونو دپاره کارکوؤنکي تنظیم عورت فاؤنډېشن ترمخه تېر کال (۲۰۱۶م) کې په ښځو د تشدد د اووه زره او اته سوه نه زیاتې پېښې رپورټ شوي دي، دغه تنظیم وايي د غېرت په نوم وژنو کې ۷۰فیصده اضافه شوې ده.

څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې هم یوه ښځه د وژلو وروستو سوځول شوې وه.

پاکستان کې نه یواځې په خېبرپښتونخوا بلکې د ملک په نورو صوبو او برخو کې هم د غېرت په نوم د وژنو پېښې وخت په وخت رامنځته کيږي.

د ښځو او بشري حقونو ډلې وايي دلته ډېری دغه ډول پېښې نه رپورټ کيږي ګنې دا شمېره نوره هم سېوا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG