لاس رسیدونکی لینک

د ټرمپ د سفري بندېزونو بیرته په ځای کولو دپاره د محکمه انصاف دفاع


"امریکا ته د بهر ملکونو او مهاجرینو د راتګ په اړوند د صدر واک قانوني عمل دی".

د امریکا محکمه انصاف په سان فرانسسکو کې په مرکزي اپیل کورټ (عدالت) کې د صدر ټرمپ لخوا په اووه اکثریتي مسلمان ملکونو باندې دسفري بندېزونو حکمنامې په ځای ساتلو په حق کې خپل دلیلونه جمع کړي دي.

د نهم امریکايي سرکټ اپيلونو یا خواستونو عدالت به د نهې د ورځې نه په دغه اړوند اورېدنه پېلوي او د فریقېنو د لیلونه به اوري.

د انصاف محکمې په جمع کړو اسنادو کې ویلي چې بندېز لګول "امریکا ته د بهر ملکونو او مهاجرینو د راتګ په اړوند د صدر واک قانوني عمل دی".

محکمه انصاف د بندېز عمل ځنډولو ته د جج غلطه فېصله ویلې ده.

بل لور ته امریکايي وکیلانو چې نزدې د ۱۰۰ شرکتونو، دوه ریاستونو او پخواني خارجه وزیرانو جان کېري او ميډلین البرائټ په ګډون د ډیموکریټس ګوند یوې ډلې هم د بندېز په ضد عدالت کې دلیلونه جمع کړي دي.

د ډیموکریټس دریز دی چې د بندېز پرېکړه "په غېر محتاط بڼه تیاره شوې، په ضعیفه توګه پلي شوې او تشریح یې نامناسبه وه".

په لیکلې بڼه دلیلونو کې "د ټرمپ د بندېز دلیل به ملي امنیت سېوا کړي". ډیموکریټس ګوند ویلي دي "زمونږ په نظر کې دا حکمنامه هغه ده چې مونږ ته د تحفظ راکولو په ځای به په اخره کې د امریکا ملي امنیت اغېزمن کړي".

له دې نه علاوه اېپل، فېس بک، ګوګل، مائیکروسافټ او ټویټر په ګډون د ټیکنالوجۍ ۹۷ شرکتونو هم د بندېز د حکمنامې په ضد خپل دریز عدالت کې جمع کړی دی.

د واشنګټن او منیسوټا ریاستي وکیلانو بېلابیلو ډلو د بشري حقونو تنظیمونو هم خپل دلیلونه جمع کړي دي.

هیله څرګندیږي دا معامله به تر ستر عدالت (سپریم کورټ) پورې لاړه شي.

صدر ټرمپ یوه حکمنامه لاسلیک کړې د کومې لاندې چې د ایران، عراق، لیبیا، شام، یمن، صومالیه او سوډان نه امریکا ته په راتګ باندې د ۹۰ ورځو او مهاجرینو په راتګ د ۱۲۰ پورې بندېز لګول شوی دی.

ویل شوي د دې بندېز مقصد ملي امنیت ته په کتو امریکا ته د راتلونکو جاج اخستو عمل نور پیاوړی کول دي.

ولې د بندېز د پرېکړې په ضد د امریکا په ګډون د نړۍ په بېلابیلو هېوادونو کې احتجاجي مظاهرې شوي او بندېز ته په يو خاص مذهب منونکو باندې بندېز لګول ویل کيږي.

ولې د ټرمپ انتظامیې دریز دی چې د بندېز هدف يې د مسلمانانو په ضد اقدام نه دی.

XS
SM
MD
LG