لاس رسیدونکی لینک

بنو:دپوليسو په تاڼه موټري بم چاودنه کې دوه عسکر ژوبل شوي


دپوليسو ترمخه سحر په خړه کې يو بريدکوونکي دبارودي موادو څخه ډک ګاډى بنو کې منډان تاڼې ته د دننه کولو هڅه کوله او کله په مرکزي دروازه پوليسو دبريدکوونکي دګاډي دلټولو هڅه وکړه نو په دغه مهال هغه ګاډى والوزولو چې ورسره يوه درنه چاؤدنه وشوه چې پکې دوه پوليس عسکر ژوبل شول.

دپاکستان دخېبرپښتونخوا ايالت بنو سيمه کې دپوليسو په يوه تاڼه موټري بم چاؤدنه شوې چې پکې دوه پوليس عسکر ژوبل شوي او چاؤدنه کې بريدکوونکى هم وژل شوى دى.

دپوليسو ترمخه سحر په خړه کې يو بريدکوونکي دبارودي موادو څخه ډک ګاډى بنو کې منډان تاڼې ته د دننه کولو هڅه کوله او کله په مرکزي دروازه پوليسو دبريدکوونکي دګاډي دلټولو هڅه وکړه نو په دغه مهال هغه ګاډى والوزولو چې ورسره يوه درنه چاؤدنه وشوه چې پکې دوه پوليس عسکر ژوبل شول.

دچاودنې نه پس امدادي ډلو هلو ځلې پيل او ژوبل کسان دعلاج لپاره دبنو ډسټرکټ هسپتال ته ورسولى شول.

دچاودنې څخه وروستو پوليسو او امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې واخسته او دلټونې عمليات يې پيل کړ.

دپوليسو وينا ده چې دغه چاودنه يو ځانمرګي بريد و چې پکې دشلو څخه ددوؤ کالونو پورې عمر لرونکى بريدکوونکى هم وژل شوى دى.

ددغه بريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې.

په ډاګه دې وي چې په منډان تاڼه په ٢٦ ستمبر ٢٠٠٩م کښې هم يو ځانمرګي بريد ترسره شوى و چې پکې په لسګونو پوليس او عام خلک وژل شوي او ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان حکومت او پوځ که هر څو٢٠١٣م کې پخپله قبايلي سيمه شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو ترسره کولو څخه وروستو امنيتي وضعه کې دښه والي راتللو او ترهه ګرو دله مينځه وړلو دعوې کوي خو دتيرو څو مياشتو راهسې ټول پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان، خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې دترهه ګرۍ پېښو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده.

پاکستان کې مخالفه ګوندونه په واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) پنجاب کې دترهه ګرو په ضد دګامونو دنه اخستو تورونه لګوي او وايي هيواد څخه دترهه ګرۍ دجرړو ويستلو لپاره ضروري ده چې پنجاب کې هم دقبايلي سيمو پشان دترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات وکړى شي.

XS
SM
MD
LG