لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه:افغانستان کې دماشومانو په مرګ ژوبله کې اضافه شوي


 کابل کې دګل په ورځ دملګرو ملتونو دمرستندويه مشن يا يوناما لخوا دجاري شوي کاليز راپور ترمخه دتشدد له امله ١١٤٠٠ څخه زيات ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې تيرکال ٣٥٠٠ مرګونه شامل دي.
کابل کې دګل په ورځ دملګرو ملتونو دمرستندويه مشن يا يوناما لخوا دجاري شوي کاليز راپور ترمخه دتشدد له امله ١١٤٠٠ څخه زيات ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې تيرکال ٣٥٠٠ مرګونه شامل دي.

ملګرو ملتونو ٢٠١٦م کې ديوکال دمخه په پرتله افغانستان کې دماشومانو مرګ ژوبله کې ٢٤ فيصده او داولسي وګړو مرګ ژوبله کې درې فيصده اضافه ريکارډ کړې ده.

کابل کې دګل په ورځ دملګرو ملتونو دمرستندويه مشن يا يوناما لخوا دجاري شوي کاليز راپور ترمخه دتشدد له امله ١١٤٠٠ څخه زيات ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې تيرکال ٣٥٠٠ مرګونه شامل دي.

راپور کې د٦١ فيصدو ولسي وګړو دمرګ ژوبلې تور په حکومت ضد عناصرو او بنيادي توګه په طالبانو لګول شوى،يوناما حکومت پلوه ځواکونه په ٢٤ فيصده مرګ ژوبله حکومت پلوه ځواکونه تورن کړي او ويلي يې دي دا د٢٠١٥م په پرتله ٤٦ فيصده اضافه په ډاګه کوي.

طالبانو دغه تورونه رد کړي او دامريکا په مشرۍ بهرني ځواکونه او دهغوي سيمه ييز افغان شراکت داران يې داولسي وګړو په ضد هوايي بريدونو کې دزياتې مرګ ژوبلې مسؤل ګرځولي.

دراپور ترمخه يوناما د٣٥١٢ مرګ ژوبله ريکارډ کړې (چې پکې ٩٢٣ ماشومان مړه شوي او ٢٥٨٩ ژوبل شويدي) کومه چې د٢٠١٥م کال څخه ٢٤ فيصده اضافي مرګ ژوبله او په يوکال کې ديوناما لخوا ريکارډ کړى شوې ترټولو لويه مرګ ژوبله ده.

ديوناما مشر تداميچي ياماموتو دراپور دجاري کولو په مهال په جګړه بوختو افغان خواو باندې غږ کړى چې ولسي وګړو ته دمرګ ژوبلې مخنيوي لپاره دې ګامونه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG