لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي د بدې پیښې قصور وار به هغه قاضي وي چې سفري بندیز يي ختم کړی


 په ټويټر خپلو پيغامونو کې ولسمشر ويلي هغه باور نه شي کولى چې يو قاضي به دهغوي هيواد په دومره لويه خطره کې واچوي.
په ټويټر خپلو پيغامونو کې ولسمشر ويلي هغه باور نه شي کولى چې يو قاضي به دهغوي هيواد په دومره لويه خطره کې واچوي.

دامريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ امريکايي ولس ته ويلي که چرې "څه کيږي" نو قصوروار دې هاغه قاضي وګرځوي چا چې اوو اسلامي هيوادونو څخه دخلکو په راتګ دبنديز مخه نيولې ده.

په ټويټر خپلو پيغامونو کې ولسمشر ويلي هغه باور نه شي کولى چې يو قاضي به دهغوي هيواد په دومره لويه خطره کې واچوي.

تيره اوونۍ دواشنګټن ايالت دامريکايي ډسټرکټ کورټ قاضي جيمز رابرټ دمسلمانانو داکثريت لرونکو اوو هيوادونو څخه امريکا ته دد مهاجرينو او نورو خلکو دسفر دمخنيوي په اړه دټرمپ انتظامي حکمنامه په عارضي توګه ځنډولې وه،په دغو هيوادونو کې ايران، عراق، ليبيا، صوماليه، سوډان او يمن شامل دي، داتوار په ورځ داپيلونو کولو نهم امريکايي سرکټ کورټ په سين فرانسيسکو کې دټرمپ انتظآميې لخوا ددغه بنديز دبحالۍ غوښتنه هم رد کړې وه.

داتوار په ورځ په ټويټر خپلو پيغامونو کې ټرمپ ويلي هغه دهوملينډ سيکورټي محکمې ته امر کړى چې امريکا ته دداخليدونکو کسانو دې په کلکه څارنه وکړي او زياته کړې يې ده چې عدالتونو کار ډير ګران کړى دى، هغه په ځانګړې توګه په قاضي رابارټ يوځل بيا نيوکه وکړه او وې ويل " قاضي زمونږ هيواد د دداسې ممکنه ترهه ګرو او نورو کسانو لپاره پرانستى کوم چې په زړه کې زمونږ ګټې نه لري،بدخلک ډير خوشحاله دي"

داپيلونو محکمې وفاقي چارواکو او رياستونو ته دګل دورځې پورې په دې اړه دنورو دليلونو دجمع کولو وخت ورکړى چې ايا دغه بنديز غيرايني وګرځول شي که يوځل بيا بحال کړى شي،امکان دى چې دغه کيس په ستره محکمه کې پاې ته ورسيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG