لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جماعت الدعوه په نوي نوم فعالیتونه پېل کړي


د تحریک ازادي کشمیر په نوم  سره راښکاره شوي تنظیم زمه وارانو تعلق د جماعت الدعوه ډلې سره دی.
د تحریک ازادي کشمیر په نوم  سره راښکاره شوي تنظیم زمه وارانو تعلق د جماعت الدعوه ډلې سره دی.

د حکومت لخوا د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید په کور د نظربند کولو یواځې څلور ورځې وروستو دغه ډلې په بل نوم فعالتونه پېل کړي دي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (اېکسپرېس ټریببون) په خپل یو راپور کې لیکلي چې جماعت الدعوه ډلې د خپل د مشر نیولو پس د ( تحریک ازادي کشمیر) په نوم فعالیتونه پېل کړي او سبا د اتوار په ورځ يې پنجاب صوبه کې د هند د واک لاندې کشميریانو سره د یو والي په موخه د لاریونونو اعلان کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي د دغه ډلې تړل شوي مرکزونه بیا خلاصې شوي او کارمندانو يې هلې ځلې پېل کړي دي او په لاهور ښار کې د دغه تنظیم بېنرې هم لیدل شوي دي.

راپور د حافظ سعید د یو نزدې تن خالد ولید له قوله ویلي چې ډله يې د څار لاندې راوستی شوې غېرقانونه تنظیم نه دی ګرځول شوی.

خالد ولید منلې چې د تحریک ازادي کشمیر په نوم سره راښکاره شوي تنظیم زمه وارانو تعلق د جماعت الدعوه ډلې سره دی.

د دفاعي چارو کار پوهه حسن عسکري وايي د جماعت الدعوه په بل نوم ښکاره کېدل په نړیوال کچ پاکستان ته د ستونزو سره مخ کولی شي،

"دا خبر که واقعي سم وي نو دا چې حکومت کومې هڅې کړي دي په نړیوال کچ د خپل مخ ښه ښکاره کولو دپاره،هغه به ېې معنې شي"۔

ورځپاڼې په خپل راپور کې د پنجاب صوبې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوونکي ادارې یو چارواکي له قوله لیکلي چې حکومت د جماعت الدعوه ټول مرکزونه تړلي دي، خو نوموړي منلې ده چې د تنظیم مرکزي دفتر اوس فعاله دی اوهلته دکشمير او شام د متاثرینو دپاره چندې راټوليږي.

بل لور ته د حافظ سعید نیولو وروستو د هند او پاکستان اړیکې لاپسې نورې ترینګلې شوي دي او د هند داخله وزیر راج نات سنګهـ په یو بیان کې د حافظ سعید په ضد پورته کړی شوي ګامونه نیمګړي بللي او ګواښ يې کړی چې که پاکستان خپله رویه سمه نه کړه نو هند یو ځلې بیا د هند مخالفه ډلو په ضد پاکستان کې (سرجیکل سټرائیکس) بریدونه کولی شي.

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي پاکستان د هند لخوا د هر ډول ګام ځواب ورکولو توان لري او داسې کولو ته تیار دی.

هند په کال ۲۰۰۸م کې ممبۍ ښار کې د ترسره شوو ترهګرو بریدونو زمه وار حافظ سعید ګرځوي.

د پاکستان د بهرنو چارو صلاح کار طارق فاطمي یو شخصي ټي وي چېنل سره په خبرو کې ویلي هند په دغه اړوند پاکستان ته کره شواهد نه دي ورکړي.

"څوځله (پاکستان) هند ته ویلي چې مونږ سره داسې شواهد شریک کړي کوم چې د پاکستان په عدالتونو کې ومنل شي ولې هند تراوسه داسې کره شواهد نه دي ورکړي".

هند دریز لري چې پاکستان ته د حافظ سعید په اړوند ورکړی شوي ثبوتونه د هغه په ضد د اقدام کولو دپاره پوره دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG