لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: عدالت د سفري بندېزونو صدارتي حکمنامه ځنډولې


د واشنګټن څارنوال (اټارني جنرال) باب فرګوسن خبریالانو سره په خبرو کې ویلي "نن ائین سرلوړی شو" نوموړي ویلي د عدالت فېصله په سمدستي ډول د "صدر ټرمپ غېرائيني او غېرقانوني اېګزېکټیو ارډر" ځنډوي.
د واشنګټن څارنوال (اټارني جنرال) باب فرګوسن خبریالانو سره په خبرو کې ویلي "نن ائین سرلوړی شو" نوموړي ویلي د عدالت فېصله په سمدستي ډول د "صدر ټرمپ غېرائيني او غېرقانوني اېګزېکټیو ارډر" ځنډوي.

د امریکا د شمال لویدیځ ریاست واشنګټن یو مرکزي جج د اووه مسلمان اکثریتي ملکونو په وګړو امریکا تهد راتګ په بندېز د صدر ډونلډټرمپ حکمنامه په موقتي ډول ځنډولې ده، عدالتي امر به په ټول ملک کې عملي کيږي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ ناوخته په یو بیان کې ویلي چې د انصاف محکمه به "چې څومره مکمن وي" د عدالتي امر په ضد به خواست کوي.

بیان کې د صدر ټرمپ د انتظامي حکمنامې دفاع شوې او دې ته "مناسب او د قانون ترمخه" ویل شوي دي.

د جمعې په ورځ سیټایل کې د امریکا ډسټرکټ قاضي جېمزرابرټ په فېصله کې ویلي چې د واشنګټن او منیسوټا ریاستونو د صدر ټرمپ د تېرې اوونۍ د حمکنامې په اړوند قانوني ګام پورته کړی دی.

د واشنګټن ریاست د روانې اوونۍ په لمړي سر کې د حکمنامې په اړوند قانوني ګام پورته کړی او د مینیسوټا ریاست یې سمدست ملاتړ کړی ؤ.

د واشنګټن څارنوال (اټارني جنرال) باب فرګوسن خبریالانو سره په خبرو کې ویلي "نن ائین سرلوړی شو" نوموړي ویلي د عدالت فېصله په سمدستي ډول د "صدر ټرمپ غېرائيني او غېرقانوني اېګزېکټیو ارډر" ځنډوي.

هغه ویلي چې "قانون یو طاقتور څیز دی، دا د هر چا حساب کوي چې پکې د امریکا صدر هم شامل دی".

د کورني امنیت محکمې ویاند ویلي د اورېدنې لاندې په مقدمو خبرې نه کول غواړي.

د خارجه محکمې یو ویاند ویلي چې محکمې ته یې د جمعې په ورځ ناوخته د انصاف محکمې د عدالتي پرېکړې خبر ورکړی دی.

د خارجه محکمې ترمخه د صدر ټرمپ د حکمنامې په اووه ملکونو د سفري بندېز په ترڅ کې ۶۰زره ويزې لغوه کړی شوي دي.

صدر ټرمپ په اووه اکثریتي مسلمان ملکونو چې پکې عراق، ایران، شام، لیبیا، صومالیه، سوډان او یمن شامل دی د دغو ملکونو نه امریکا ته په راتګ بندېز لګولی دی.

صدارتي حکمنامه کې د مهاجرینو امریکا ته په راتګ د ۱۲۰ ورځو او د شام نه په راتلونکو باندې د نامالومه وخته پورې بندېز لګول شوی دی.

د عراق، ایران،شام، لیبیا، صومالیه، سوډان او یمن نه په راتګ د ۹۰ ورځو بندېز لګول شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG