لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د بالېسټیک میزایلو تجربې په سر ایران ته خبرداری ورکړی.


APTOPIX Trump Iran
APTOPIX Trump Iran

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د بیلسټک میزایلو په تجربه يي ایران ته په باقاعده توګه خبرداری ورکړی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دغه پیغام په ټویټر د بیانونو په یوه لړۍ کې راغلی. په دغه پيغامونو کې صدر ټرمپ د امریکا، پينځه نړیوالو طاقتونو او ایران ترمینځه شوی لوظنامې غندلې. ښاغلي ټرمپ ویلي ایران له په دغه لوظنامه زمونږ مننه کول پکار دي، ځکه د دغه لوظنامې له امله دایران په بیلینونو ډالره کنګل شوي وو او ایرانپه اقتصادي توګه غورځیدو نه نژدی شوی وو.

اخوا په سپینه مانړۍ کې د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ د قامي امنیت صلاحکار مایکل فلین وویلي له دې کار سره تهران هغه اټومي تړون له ګواښ سره مخ کړی کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران، امریکا و او نورو سترو طاقتونو ترمنځ لاسلیک شوی وو.

مایکل فلن زیاته کړی د دې مخکې هم په تیرو شپږو میاشتو کې ایران په وار وار امریکااو په سیمه کې د هغوي ملګري په دغه شان کارونو سره ګواښلي دي.

ده وړاندې وویل ایراني مشرانو ځکه دا جرات موندلی چې له ایران سره اټومي تړون دا مهال په کمزوري او بې تاثیره حالت کې دی ځکه د تړون غړي پدې کې پاتې راغلي چې د ایران د پوځي فعالیتونو مخه ونیسي.

فلین په سپینه ماڼۍ کې د خپلې وینا پرمهال پخوانی ولسمشر براک اوباما او د هغه د ادارې غړي پدې تورن کړل چې د ایران په وړاندې یې جدي ګامونه نه وه پورته کړي.نوموړي زیاته کړه د اوباما اداره پدې کې پاتې راغلي چې د ایران د ناوړه کړنو لکه د وسلو په لیږد او له ترهګرو سره د هغوي د ملاتړ په وړاندې په مناسبه توګه ځواب ورکړي.

د امریکا و د ملي امنیت صلاکار وویل چې د ټرمپ اداره د ایران هغه کړنې په کلکه غندي چې په ترڅ کې یې د منځني ختیځ او نورو شاخوا سیمو امنیت او ثبات ته زیان رسیږي او د امریکایانو ژوند له خطر سره مخ کیږي. فلین خپلې خبرې پدې راونغاړلې چې مونږ ایران ته رسمي خبرداری ورکړی خو هغه ددغه خبرداري په اړه نور جزیات ورنه کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG