لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دپرله پسې علاقې بايللو ددعوې په اړه دامريکايي ادارې راپور ردوي

 امريکايي سينيټ ته دوړاندې کولو څخه وروستو دافغاستان دبيارغونې لپاره دامريکا دڅار ادارې "سيګار" پخپل جاري کړي راپور کې ويلي " دافغان امنيتي ځواکونو شميره راکميږي او مرګ ژوبله او دتندلارو تر واک يا اثرورسوخ لاندې ولسواليو شميره سيوا کيږي" خو دافغانستان دفاعي چارواکو په دغه راپور په سمدستي توګه پوښتنه راولاړه کړې.

يوې امريکايي څارونکې ادارې ويليافغان امنيتي ځواکونودکال ٢٠١٦م په لمړو يوولسو مياشتو کېخواوشا اووه زره عسکر بايللي او دامريکا ملاتړى حکومت دهيواد د٦٠و فيصدو څخه په کمه برخه واک لري.

امريکايي سينيټ ته دوړاندې کولو څخه وروستو دافغاستان دبيارغونې لپاره دامريکا دڅار ادارې "سيګار" پخپل جاري کړي راپور کې ويلي " دافغان امنيتي ځواکونو شميره راکميږي او مرګ ژوبله او دتندلارو تر واک يا اثرورسوخ لاندې ولسواليو شميره سيوا کيږي" خو دافغانستان دفاعي چارواکو په دغه راپور په سمدستي توګه پوښتنه راولاړه کړې.

دافغانستان دبيارغونې په اړه دڅار دغه ادارې ته په هاغو ١١٧و بلينو ډالرو کې دبډو رشوتونو، ضايع کيدو او بدانتظامۍ په اړه کار سپارل شوى و دکومو چې واشنګټن په جګړه ځپلي هيواد کې ددوه زره دوهم کال راهسې سرمايه کاري کړې.

په دغو پېسو کې دنيمايي څخه زياتې دافغان ملي دفاع او امنيتي ځواک(اى اين ډي ايس ايف) دعسکرو په تربيه خرچ کړى شويدي.

راپور کې ويل شوي دلمړۍ جنورۍ کال ٢٠١٦م څخه د١٢م نومبر کال ٢٠١٦م پورې ٦٧٨٥ عسکر وژل شوي او ددې ترڅنګ ١١٧٧٧ عسکر ژوبل شوي دي.

دامريکايي عسکري اندازو په اړه راپور کې ويل شوي چې په ٤٠٧و ولسواليو کې خواوشا 57.2 فيصده دحکومت په واک يا اثرورسوخ کې دي، کوم چې دنومبر کال ٢٠١٥م راهسې ١٥ فيصده کمى په ډاګه کوي، راپور کې ويل شوي دتندلارو تر واک يا اثرورسوخ دلاندې ولسواليو شميره 10.1 ته سيوا شوې او په نورو کې جګړه روانه ده.

راپور کې اروزګان او هلمند هاغه ولايتونه ښودل شوي چې پکې سخته جګړه روانه ده چې پکې پرله پسې په شپږو کې پينځه او په څوارلسو کې اته ولسوالۍ دتندلارو دکنټرول يا اثرورسوخ لاندې دي.

دافغانستان ددفاع دوزارت وياند دولت وزيري دراپور دپايلو سره اتفاق نه کوي او دعوه يې کړې چې حکومت په ټولو ٣٤و ولايتونو بشپړ کنټرول لري او دتيرکال دمرګ ژوبلې شميره د٢٠١٥م څخه مختلفه نه وه، په دغه کال کې امريکايي پوځ ويلي وو خواوشا پينځه زره عسکروژل شويدي.

وزيري دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته ويلي "راپور کې ښودل شوې شميره سمه نه ده، يقيناً په دوه زره پينځلسم او دوه زره شپاړسم کې ددوه زره څوارلسم په پرتله زيات زيانونه وو، او تاسو له علتونو څخه خبر يئ.خو راپور او په دې کې ښودل شوې شميره په بشپړه توګه ناسمه ده او حقيقي نه ده"
په ډاګه دې وي چې دکال ٢٠١٤م په پاې کې افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ دزياترو بهرنو ځواکونو له وتلو وروستو دترهه ګرۍ په ضد دعملياتو ذمه واري افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.

وزيري دجګړې په ميدان کې درامينځته شوو زيانونو ددفاع کولو په ترڅ کې ويلي جګړه کې شدت وروستو له هغې راغلى چې افغان ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، خو هغه ژمنه کړې چې افغان ځواکونه به په تيرکال کې دخپلې تجربې او ښې کارکردګۍ له امله ٢٠١٧م کې نور پرمختګ ښايي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG