لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ دافغانستان دترهه ګرۍ تورونه ردوي


کابل په پاکستاني امنيتي ادارو پشي شا دطالبانو دمرستې او دغه ډلې ته افغانستان کې دتشدد منصوبه بندۍ لپاره پاکستان کې دجوړو خوندي ځالو دکارولو داجازې تور لګوي.
کابل په پاکستاني امنيتي ادارو پشي شا دطالبانو دمرستې او دغه ډلې ته افغانستان کې دتشدد منصوبه بندۍ لپاره پاکستان کې دجوړو خوندي ځالو دکارولو داجازې تور لګوي.

دپاکستان پوځ ويلي پخپل ګاونډي هيواد افغانستان کې دترهه ګرۍ پېښو کې ککړ نه دي او په افغان ځواکونو يې غږ کړى چې ددواړو هيوادونو ترمينځ په خواوشا ٢٦٠٠ کلو ميټره پوله دې خپل اړخ ته امنيتي تدابير سخت کړي.

کابل په پاکستاني امنيتي ادارو پشي شا دطالبانو دمرستې او دغه ډلې ته افغانستان کې دتشدد منصوبه بندۍ لپاره پاکستان کې دجوړو خوندي ځالو دکارولو داجازې تور لګوي.

دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دپوځ وياند ميجر جنرال اصف غفور دغه تورونه رد کړي دي.

هغه ويلي پاکستان به کله هم دبل هيواد په ضد دخپلې خاورې دکارولو اجازه ورنکړي او زياته يې کړه چې هيواد يې افغانستان کې امن ته ليواله دى او افغانستان کې سولې او ثبات ته دودې ورکولو لپاره ټولې ممکنه هلې ځلې کوي.

جنرال غفور په دې خبره ټينګار کړى چې دافغان پولې ترڅنګ سيمو کې دترهه ګرۍ په ضد دعملياتو دغلته ټولې ځالې له مينځه وړي او دغلته زياتره ترهه ګر وژل شوي او کوم چې پاتې دي هغوي دپولې بل اړخ ته دپوځيانو دغيرموجوديت له امله افغانستان ته تښتيدلي او دغلته يې پناه اخستې.

پوځي وياند وويل چې دترهه ګرو دمداخلې مخنيوي لپاره پاکستان نوې پوستې، پوځي قلعه ګانې او سرحدي لارې جوړې کړي او توقعو کوي چې په موثره توګه دترهه ګرۍ مقابلې لپاره به افغانستان هم دغه رقم ګامونه واخلي.

هغه وويل پاکستان دافغانستان سره دخپلې پولې ژغورلو او په ګاونډي هيواد کې دنړيوال ملاتړ دسولې دهلو ځلو کې مرستې لپاره په اوسنو کالونو کې خواوشا دوه لکه پوځيان ګمارلي دي.

هغه دا انديښنې يوځل بيا تکرار کړې چې افغانستان ته تښتيدلي او پټ شوي تندلاري دپاکستان دترهه ګرۍ په ضد لاسته راوړنې تر ګواښ لاندې راولي او اسلام اباد په لويديزه پوله دپوځيانو شميره کې دکمي پځايې دپوځيانو دموجودګۍ په برقراره ساتلو مجبوروي.

افغان مشران بيا وايي پاکستاني پوځي عملياتو کې رياست ضد تندلاري په نخښه کړى شوي، دغو عملياتو کې دطالبانو مشران ، کمانډران او دهغوي نزدې ايتلافي حقاني نيټ ورک پريښودل شوي او هغوي پاکستان کې دخپلو خوندي ځالو څخه افغانستان کې دخونړو بريدونو ترسره کول دوامداره ساتلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG