لاس رسیدونکی لینک

د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید په کور دننه نظربند کړی شوی


حافظ سعید د ګل په شپه د القدسیه جمات نه خپل کور ته منتقل او نظربند کړی شوی دی.

د پاکستان پنجاب صوبې سرښار لاهور کې د کالعدم جماعت الدعوه ډلې او فلاح انسانیت فاؤنډېشن مشر حافظ سعید په خپل کور نظربند کړی شوی او چارواکې وايي د هغه کور صمني جېل ګرځول شوی دی. د حافظ سعید سره څلور نور کسان هم نظربند کړی شوي دي.

د حکومت لخوا دده د نظر بندۍ په اړه جاري شوی سرکاري امر کې ویل شوي چې دواړو تنظیمونو د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د قرارداد ۱۲۶۷ سرغړونه کړې ده.

دا اول ځل نه دی چې په پاکستان کې د یوې جهادي ډلې مشر په خپل کور نظر بند کړی شوی وي. حافظ سعید هم وړاندې دغه نظر بند کړی شوی و او بیا پریښودلی شو. د کالعدم ترهگر ډلې جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر، د تحریک نفاذ شریعت محمدي جهادي ډلې مشر مولانا صوفي محمد او دغه راډیکل اسلامي ډلو مشران هم وړاندې نظر بند کړی شوي او بیا پریښودل شوي دي.

د هند لخوا د پاکستان دې گام ته عکس العمل کې ویل شوي دي چې دا هیڅ معنا نه لري او پاکستان له د ترهگر ډلو او ددوي مشرانو پرضد قوي گامونه به اخیستل وي.

پاکستان کې څیړنکاران وايي چې د ترهگر گرځول شوي حافظ سعید په هیواد کې ازاد گرځیدل، جوماتونو کې خطبې ورکول او غټو سیاسي جلسو ته وینا کول د پاکستان د ریاست هغه نړي واله ژمنو باندې پوښتنې راپورته کوي چې وايي په خپله خاوره د یو شمیر ترهگر ډلو پرضد گامونه اخیستې دي.

د پاکستان پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور ویلي دي د حافظ سعید د نظر بندۍ فیصله يي په قامي مفادو کې کړې ده.

د حافظ سعید په مشرۍ کې د جماعت الدعوه ډله امریکا او د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د ترهګرو په نړیوال فهرست کې شامل ده. د حافظ سعید په لشکرطیبه ډله د بندېز لګېدو وروستو نوموړي جماعت الدعوه ډله جوړه کړې وه.

امریکا په کال ۲۰۰۱ کې لشکرطیبه نړیواله ترهګره ډله ګرځولې او پاکستان په کال ۲۰۰۲ کې په دغه ډله بندېز لګولی ؤ.

په لشکرطیبه باندې په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې دبریدونو تور دی په کومو کې چې د ۱۷۰ نه زیات کسان وژل شوي وو.

امریکا په کال ۲۰۱۲م کې د حافظ سعید په اړوند د معلوماتو ورکولو په سر ۱۰ ملینه ډالره اعلان کړی وو.

حافظ سعید د خپلې نظربندۍ وروستو یو ټیلي ويژن چېنل سره په خبرو کې ویلي "د هند او امریکا نه د پاکستان مجبوري ده او دا ټول هرڅه کيږي" او زیاته کړې يې ده "د کشمیر نه به په شا نشي".

حافظ سعید ویلي د نظربندۍ د امر پرضد به عدالت ته ځي.

حافظ سعید له دې وړاندې هم څو ځله نظربند کړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG