لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشام جګړې لپاره په بهرتيو کوونکې ډله پاکستان کې بنديز لګول شوى

 دترهه ګرۍ دمخنيوي دملي ادارې ( نيکټا) دويب پاڼې ترمخه په انصارالحسين نومې دغه ډله ددسمبر په ٣٠مه نيټه بنديز لګول شوى،نيکټا هيواد کې دترهه ګريزو ډلو څارنه کوي، ددغه بنديز څخه وروستو ديادې شوې ډلې لپاره پاکستان کې فعاليت کول غيرقانوني ګرځول شوي.

پاکستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي وفاقي چارواکو په هاغه سيمه ييزې ډلې بنديز لګولى چې دشام خانه جنګۍ کې پرې دايران پلوه جنګيالو ترڅنګ دشامي ځواکونو په ملاتړ جنګيدو لپاره دخلکو دبهرتي کولو شک کولى شي.

دترهه ګرۍ دمخنيوي دملي ادارې ( نيکټا) دويب پاڼې ترمخه په انصارالحسين نومې دغه ډله ددسمبر په ٣٠مه نيټه بنديز لګول شوى،نيکټا هيواد کې دترهه ګريزو ډلو څارنه کوي، ددغه بنديز څخه وروستو ديادې شوې ډلې لپاره پاکستان کې فعاليت کول غيرقانوني ګرځول شوي.

دسينيټ ددفاعي کميټې مشر او دواکمن مسلم ليګ ګوند غړي عبدالقيوم دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته ويلي دبنديز څخه وروستو پاکستان ددې خبرې معلومولو هڅه کوي چې "ايا دپاکستان دننه بل کوم نيټ ورک خو شام لپاره دخلکو په بهرتي کولو کې ککړ نه دى"

دسيمه ييزې ميډيا دراپورونو او استخباراتي چارواکو ترمخه پاکستان کې کم شهرت يافته، انصارالاسلام ډله ځان شيعه دخيرښيګړې تنظيم ګرځوي، دغه ډله په خاموشۍ سره دپاکستان دشمال لويديزو سيمو څخه شيعه ځوانان ايران ته سره ليږلو ته لمسوي، چرته چې هغوي شام ته دليږلو او جګړې کولو لپاره تربيه ورکولى شي.

انصارالاسلام ( داستخباراتي ادارو) دڅارنې څخه دډډې کولو مهارت لري خو پاکستاني چارواکي وايي هغوي دبهرتيانو دهلو ځلو دنيولو جوګه دي.

ريټايرډ ليفټننټ جنرال قيوم وويل " مونږ هيواد کې دترهه ګرۍ دخاتمې او تعاقب کولو يو موثره نظام لرو" او زياته يې کړه چې " همدا وجه ده چې مونږ دانصارالاسلام دنيولو او پرې دبنديز لګولو جوګه شو"

زياترو پاکستاني سياست دانانو او امريکايي قانون سازانو داسلام اباد دترهه ګرۍ دمخنيوي ګامونه په لويه کچه غيرموثره ګرځولي، په داسې حال کې چې پاکستان کې دتندروه ډلو وده دوامداره ده، حکومت يې په داخلي توګه دتندلاريتوب مخنيوي او ورسره ګاونډيانو ته دپېښ ګواښ له امله دامريکايي قانون سازانو لخوا دمخ په زياتيدونکو سفارتي يواځې والي دګواښونو سره مخ کيږي.

پاکستاني ميډيا تيرکال پخپل راپور کې ويلي وو دزرو څخه زيات پاکستانيان دايران دپاسداران انقلاب ځواکونو ترڅنګ شام کې جنګيږي.

دميري لينډ پوهنتون کې يو څيړنکار فيلپ سمتهـ ويلي " په ګڼ شمير کې پاکستاني شيعه ګان ايران کې موجود دي" هغه وويل " زياتره وخت هغوي دغلته دمذهبي زده کړو لپاره وي، د اسلاميه جمهوريه دنظريې او مذهب ديو شان والي له امله دغه رقم خلک په اسانۍ سره بهرتي کيږي"

تهران وايي دهغوي ځواکونه دشام په دمشق کې دزينب دمزار دتحفظ لپاره موجود دي، دزينب مزار دشيعه مسلمانانو يو مقدس مقام دى، دکال ٢٠١١م راهسې ايران په ټول شام کې دياغي ډلو په ضد دشامي رجيم دجګړې ستر ملاتړ کوونکى پاتې شوى، لمړى يې صلاح کاران دغلته ليږلي او بيا يې دپاسداران انقلاب څخه ځواکونه هم چې ورسره جګړه دمزار دسيمې څخه ورپه اخوا غزيدلې.

دجګړې دڅارونکو ډلو ترمخه شام کې دپاکستاني جنګيالو موجودګي معلومه ده،پاکستاني جنګيالي دايران پلوه مليشو سره ليدل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG