لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انتظامي حکمنامې تعلق د کوم مذهب سره نه دی، ټرمپ


د سپينې ماڼۍ مخې ته هم د اتوار په ورځ په سلګونو تنه راجمع شوي او احتجاجي مظاهره يې کوله .
د سپينې ماڼۍ مخې ته هم د اتوار په ورځ په سلګونو تنه راجمع شوي او احتجاجي مظاهره يې کوله .

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ ویلي د مهاجرینو په اړه حکمنامه يې "د کوم مذهب په تړاؤ نه ده"، نوموړي ویلي "د دې تعلق د ترهګرۍ او ملک خوندي کولو دپاره دی".

د اتوار په ورځ د سپینې ماڼۍ نه جاري شوي یو بیان کې صدر ویلي "په نړۍ کې د ۴۰ نه زیات داسې ملکونه دي چې زیاته ابادي يې د مسلمانانو ده" ولې دغه ملکونه د دې حکمنامې څخه نه دي اغېزمن شوي.

صدر ویلي "دا خبره په ډاګه ده چې دا په مسلمانانو د بندېز لګولو معامله نه ده، لکه څنګه چې ورته رسنۍ د غلط تاثر ورکولو هڅه کوي".

بیان کې ویل شوي چې "راتلونکو ۹۰ ورځو کې دننه به د ویزې د معاملاتو د جاج اخستو او محفوظو پالیسو باندې د عمل یقیني کولو وروستو به د دغو ملکونو څخه بندېز لرې کړی شي".

نوموړي ویلي "ماته په شام کې په بشري خواخوږۍ په ویرونکي حالاتو باندې د خلکو سره همدردي ده، تل مې دې ته لمړیتوب ورکړی چې خپل ملک خوندي او خدمت يې وکړم، ولې د یو صدر په حېث غواړم چې ټولې لارې ولټول شوي چې په سخته کې د ګېرو خلکو مرستې وکړی شي".

صدر ټرمپ دا هم ویلي "چې امریکا په مهاجرو مشتمل یو قابل فخر ملک دی او مونږ د هغو ټولو خلکو سره د زړه نه خواخوږي کوو چې د ظلمونو نه تښتېدلي دي ولې مونږ به د هغوي هغه وخت مرسته کووچې کله خپل ښارونه او پولې خوندي کړو".

صدر ویلي مخکني صدر باراک اوباما دغه اووه ملکونه ایران، عراق، لیبیا، صومالیه، سوډان، شام او یمن ورپېژندلي وو چې دا د ترهګرو سرچيني دي.

ډونلډټرمپ د جمعې په ورځ د ۹۰ ورځو دپاره حکمنامه لاسلیک کړې ده، او د هغې وروستو د امریکا په هوايي اډو راتلونکي مهاجر، ګرین کارډ لرونکي، محصلین او کارکوونکي نیول شوي دي.

ولې د خالي په ورځ نیویارک کې یوې قاضي ان ډونلي په سمدستي ډول د صدارتي حکمنامې ځنډولو امر کړی چې په هوايي اډو اسناد لرونکې دوي ونه نیول شي.

د هوم لېنډ سیکیورټي یا کورني امنیت محکمې یو چارواکي ويلي د عدالت فېصله به ومني، خو په دې يې ټینګار کړی چې صدارتي حکمنامه عملي کولو ته به دوام ورکړي.

د ریپبلکن ګوند دوه سېنېټرانو جان مککېن او لینډسی ګراهم د اتوار په ورځ د صدر ټرمپ په حکمنامه نیوکې کړي دي.

بل لورته د اتوار په ورځ هم د امریکا په بيلابیلو ښارونو کې د صدر ټرمپ لخوا په اووه اکثریتي ابادۍ والا مسلمان ملکونو نه امریکا ته په راتلونکو خلکو باندې د بندېز لګولو پرضد مظاهرې روانې وې.

د سپينې ماڼۍ مخې ته هم د اتوار په ورځ په سلګونو تنه راجمع شوي او احتجاجي مظاهره يې کوله .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG