لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور کې د عیسایانو کورونه سوځوونکي تورن ۱۱۵ تنه بري کړی شوي


په ساون مسیح نومې عیسايي تن د مبینه مذهب د سپکاوي د تور لګېدو وروستو قهرژن خلک ورغلي او جوزف کالونۍ کې يې په درځنونو کورونو ته اور اچولی ؤ.
په ساون مسیح نومې عیسايي تن د مبینه مذهب د سپکاوي د تور لګېدو وروستو قهرژن خلک ورغلي او جوزف کالونۍ کې يې په درځنونو کورونو ته اور اچولی ؤ.

د پاکستان پنجاب صوبې سر ښار لاهور کې د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي یو عدالت په جوزف کالونۍ کې د ۱۰۰ نه زیاتو کورونو سوځولو په تور کې نیول شوي ۱۱۵ کسان د ثبوتونو د نشتوالي په سر په مقدمه کې بري کړي دي.

د ورځپاڼې ډان د راپور ترمخه په دغو کسانو په کال ۲۰۱۳م کې يې د لاهور په بادامي باغ سمیه کې د عیسایانو ابادۍ جوزف کالونۍ کې د ۱۰۰ نه زیاتو کورونو ته د اُور اچولو تور ؤ.

په ساون مسیح نومې عیسايي تن د مبینه مذهب د سپکاوي د تور لګېدو وروستو قهرژن خلک ورغلي او جوزف کالونۍ کې يې په درځنونو کورونو ته اور اچولی ؤ.

د دغه پېښې وروستو د عیسايي لږکیو سره تعلق لرونکي په سلګونو خلک بې کوره شوي او په عدالت کې د ساون مسیح په ضد مقدمه چلول شوې او په کال ۲۰۱۴م کې هغه ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د خالي په ورځ د ملزمانو وکیل غلام مرتضی چوهدري عدالت ته ویلي چې پراسیکیوټر د ملزمانو په ضد عدالت ته په کوم ثبوت وړاندې کولو کې پاتې راغلی، او د عدالت نه يې د دوي د بري کولو غوښتنه کړې وه.

د راپور ترمخه مرستیال پراسیکیوټر جنرال د دفاع د وکیل مخالفت کړی او ویلي يې دي د استغاثې لخوا عدالت ته وړاندې کړی شوي شواهد ملزمانو ته د سزا ورکولو دپاره پوره دي، او زیاته کړې يې ده د دغه پېښې له امله نه یواځې د ترهګرۍ ویره سېوا شوې بلکې د پاکستان نوم هم بدنام شوی ؤ.

د عدالت جج چوهدري محمداعظم د دفاع د وکیل دلیلونه قبوله کړي او د تورن کسانو په ضد د ثبوتونو د نشتوالي په سر يې په مقدمه کې د ملزمانو د بري کولو امر کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG