لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون تاوده بحثونه روان دي


پنجاب د مذهب د سپکاوي دقانون په ناسم ډول د کارولو په لړ کې تر ټولو زیات بد نوم لري
پنجاب د مذهب د سپکاوي دقانون په ناسم ډول د کارولو په لړ کې تر ټولو زیات بد نوم لري

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان د مذهب د سپکاوي د ملکي قانون یوازې د اقلیتونو په ضد په غلطه توګه د کارولو د پيښو نفي کړې ده اؤ ویلي یې دي چې ددې قانون په ناسم ډول د کارول کیدو له امله زیاتره مسلمانانوته سزاګانې اورؤل شوي دي.
خو دعیسائي اقلیت مشران وایي چې د دوئ خلاف د مذهب د سپکاوي د قانون غلط استعمال اؤ د محکمو له لوري ددې قانون په اساس سزاګانو اورولو کې زیاتوالی راغلی دی.
بلخوا د مذهب د سپکاوي د قانون په ناسم ډول د کارولو د مخنیوي په ترڅ کې د یوې تګلارې جوړولو په اړه پاکستان کې په پارلیماني کچ بحث دوام لري.
دپاکستان په سینیټ کې د بشري حقونو د قائمه کمیټۍ مشره میرمن نسرین جلیل وایي چې دوئ ددغه قانون په ضابطه کار کې د بدلون راوستو په اړه د رامخې ته شوؤ وړاندیزونو جاج اخلي.
قومي اسمبلۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنو چارو وزیر چوهدري نثار ویلي چې د مذهب د سپکاوي د قانون په اساس اورولو شوؤ سزاګانو کې مسلمانانو ته د اورول شوؤ سزاګانو شرحه سیوا ده.
د کورنو چارو وزیر په دې معامله کې د سندهـ ایالت یادؤنه کړې اؤ ویلي یې دي چې دصوبايي حکومتونو دشمیرو له مخې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې درج۱۲۹ؤ پيښو کې په ۹۰ کیسونو کې سزاوار شوي مجرمان مسلمانان دي .
هغه وایي چې خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالت کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې کومه مقدمه نه ده درج کړل شوې اؤ نه یې په دې اړه پنجاب اؤ بلوچستان کې کومې شمیرې په ډاګه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پنجاب ایالت د ښځواؤ اقلیتونو د زورؤلو ترڅنګ په ځانګړي توګه د مذهب د سپکاوي دقانون په ناسم ډول د کارولوپه لړ کې تر ټولو زیات بد نوم لري .
په پاکستان کې دعیسائي اقلیت مشران وایي که څه هم د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې مسلمانانو ته د سزاګانو اورولو شرحه زیاته ده خو دوئ زیاتوي چې اقلیتونه تر ټولو زیات ددغه قانون په ناسم ډول د کارولو ښکار کیږي.
د مذهب په سپکاوي د تورنو ملزمانو د مرستې دپاره دکاروونکي یو شخصي تنظیم مشر جوزف فرانسز وايي چې د ملکي عدالتونو لخوا په دغه جرم باندې تورنو عیسائیانو ته هم د سزاګانو اورؤلو شرحه کې زیاتوالی راغلی دی.
نوموړی تور لګوي چې دعیسائي اقلیت په ضد دمذهب د سپکاوي قانون د ناسم کارولو واقعات نه یوازې سیوا شوي بلکې په دې کیسونو کې دوئ ته د سزاګانو اورولو کچه هم لوړه شوې ده.
د بشري حقونو ملکي اؤ نړیوال تنظیمونه د ډیر وخت راهسې د پاکستان د حکومت نه دمذهب د سپکاوي قانون ته د بیا کتنې غوښتنه کوي.
په پاکستان کې په تیرو وختونو کې دپنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر اؤ د اقلیتونو وزیر شهباز بهټي هم ددغه غوښتنې په سر وژل شوي دي.
تیرکال د پاکستان سترې محکمې د سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري ته اورؤل شوې د مرګ سزا برقراره ساتلې وه اؤ محکمې حکومت ته ددغه قانون په ناسم ډول د کارولودمخنیوي هدایت کړی ؤ چې دهغې وروستو هم په پارلیماني کچ په دې حواله بحث دوام لري.
تیره ورځ د پاکستان د سینیټ دبشري حقونو قائمه کمیټۍ ددې قانون په ناسم ډول د کارولو د مخنیوي په اړه د رامخته شوؤ د وړاندیزونو جاج اخستی دی.
وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې د سینیټ د بشري حقونو د قائمه کمیټۍ مشرې میرمن نسرین جلیل وئیلي دي چې نه یوازې اقلیتونه بلکې په لویه شمیره کې مسلمانان هم د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې زاندانونو کې پراته دي.
هغې وویل د کمیټۍ په علم کې دا خبره هم راغلې ده چې اکثریتي مسلمانانو کې هم اکثرخلک د یو بل د زورؤلو دپاره دغه قانون کاروي اؤ په دې تور بندیوانو مسلمانانو کې اکثریت هم د مسلمانانو دی.
هغې وویل همدغه وجه ده چې مونږ غواړو دمذهب دسپکاوي دقانون په ناسم ډول د کارولو مخنیوي دپاره باید ددې د کارولو په ضابطو کې بدلون راوستی شي
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون لاندې درج مقدمو کې د جرم ثابتیدو سزا مرګ یا هم عمري بند ټاکل شوی دی.
په دغه قانون کاروونکي یو تنظیم دي وائس تر مخه دکال ۱۹۸۷ راهسې په دغه جرم تورن ۶۰ملزمان د قانوني کارروایۍ پځایې دقهرژنو مظاهره چیانو دلاسه وژل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG