لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "بول" ټي وي په عامر لیاقت او دهغه په پروګرام بندېز لګول شوی


عامر لیاقت باندې د بندېز وروستو هغه اوس نه یواځې په بول ټي وي بلکې په کوم بل ټيلي ويژن باندې هم په کوم پروګرام کې ګډون نه شي کولی.
عامر لیاقت باندې د بندېز وروستو هغه اوس نه یواځې په بول ټي وي بلکې په کوم بل ټيلي ويژن باندې هم په کوم پروګرام کې ګډون نه شي کولی.

پاکستان کې د بريښنايي سنیو د نظم ادارې "پېمرا" د "بول" په نوم یو شخصي ټيلي ويژن چېنل باندې د یو پروګرام کوربه عامر لیاقت باندې د پروګرام نه کولو بندېز لګولی دی.

عامر لیاقت په بول ټيلي ويژن باندې د "اېسا نهي چلی ګا" په نوم پروګرام کوربه دی، نوموړي څو ورځې وړاندې په ټي وي د بې درکه فعالانواو بلاګرانو په اړوند د کرکې جملې کارولې وې.

د زیارت په ورځ پېمرا په یوه اعلامیه کې ویلي "عامر لیاقت ته په کوم بل ټی وي چېنل باندې د کرکې خورولو یا کوم تن د کافر، غدار، او د مذهب د سپکاوي تورن کولو اجازه نه شي ورکړی کېدی ځکه چې د پاکستان د قانون او ائین ترمخه په داسې حساسه معاملاتو باندې د فېصلې کولو واک پارلیمان یا سترې محکمې سره دی".

پېمرا ویلي د عامرلیاقت د پروګرام په ضد ورته په سلګونو شکایتونه ترلاسه شوي دي، او د څو اوونو د څارنې وروستو په پروګرام د بندېز لګولو پرېکړه شوې ده.

د پېمرا ترمخه عامر لیاقت باندې د بندېز وروستو هغه اوس نه یواځې په بول ټي وي بلکې په کوم بل ټيلي ويژن باندې هم په کوم پروګرام کې ګډون نه شي کولی.

پېمرا په خپله اعلامیه کې ویلي په عامرلیاقت او د هغه په پروګرام باندې به تر هغې وخته پورې بندېز وي څو پورې چې د پېمرا چارواکو ته په ترلاسه شوؤ شکایتونو باندې اړونده کونسلز کومې ختمي فېصلې ته نه وي رسېدلي.

پېمرا ویلي که چرته ټیلي ويژن چېنل د امر سرغړونه وکړه د چېنل لائسنس هم ځنډول کېدی شي.

د عامر لیاقت د پروګرام په ضد د بې درکه بلاګرانو د خوشي کولو دپاره په احتجاجې مظاهره کوونکو کې مدني فعال جبران ناصر هم په هغو کسانو کې شامل دی چې د عامرلیاقت د پروګرام په ضد يې شکایت کړی دی.

جبران ناصر وایس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي د یو وګړي په حېث يې پېمرا ته شکایت کړی او "هغه خوشحاله دی چې پېمرا دغه ګام پورته کړو".

د پاکستان پلازمینې اسلام اباد او لاهور نه روانه میاشت پينځه مدني فعالان او بلاګران سلمان حېدر، وقاص ګورایه، عاصم سعید، احمدرضا او ثمرعباس بې درکه شوي دي، د بې درکه فعالانو خپلوانو تېره اوونۍ په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي ؤ چې د بې درکه خپلوانو په اړه يې د مذهب د سپکاوي بې اثاثه تورونه لګول کيږي.

وروستو د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان ویلي ؤ چې د بې درکه فعالانو په اړه د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو په هغوي د مقدمو درج کولو خبره حقیقت نه ده.

د کورنو چارو وزیر په یو بیان کې ویلي ؤ "دا خبرونه ټوقې او غېرسنجیده دي او ځینې خلک په دغه اړوند غلط معلومات خپروي او هدف يې دغه معامله نوره پېچلې کول دي".

په ټولنیزو اړیکو داسې ویل شوي وو چې بې درکه فعالانو دمذهب سپکاوی کړی دی. وروستو د بشري حقونو ډلو ویلي ؤ چې دغو تورونو نه یواځې فعالان بلکې د هغوي کورنو ته هم خطرې زیاتې شوي دي.

پاکستان کې د بې درکه فعالانو دپاره د بشري حقونو ځایي او نړیوالو ډلو د حکومت نه د هغوي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده، د کورنو چارو وزیر ویلي د دغو کسانو د خوشي کولو دپاره هڅې روانې دي ولې دغه کسان تراوسه ورک دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG