لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي صدر ټرمپ دې په افغانستان کې جگړه ختمه کړي


د جنورۍ په شلمه نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کولو ورسته، صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکې کاروايي جاري ساتلو ژمنه کړې ده. په افغانستان کې موجود امریکايي ځواکونو ته د سیټلایټ د لارې خپله وینا کې صدر ټرمپ عسکرو ته وویل چې جنگ دې جاري وساتي ځکه چې گټه به بالاخر ددوي په برخه وي
د جنورۍ په شلمه نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کولو ورسته، صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکې کاروايي جاري ساتلو ژمنه کړې ده. په افغانستان کې موجود امریکايي ځواکونو ته د سیټلایټ د لارې خپله وینا کې صدر ټرمپ عسکرو ته وویل چې جنگ دې جاري وساتي ځکه چې گټه به بالاخر ددوي په برخه وي

د افغانستان وسله والو طالبانو د امریکې نوي صدر ډانلډ ټرمپ ته په خپل یو خط کې لیکلې چې په افغانستان کې د امریکې روان جنگ دې ختم کړي ځکه چې هیڅ څوک يي نشي گټلی او لاحاصله جگړه ده.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد خپل خط مطبوعاتو ته د شورو، پنجشنبې، په ورځ شائع کړی دی.

د صدر ټرمپ د حکومت لخوا په سمدستي ډول د طالبانو لیک ته څه جواب نه دی ویل شوی.

طالبان په افغانستان کې د جگړې پیل کولو الزام په امریکا لگوي او وايي په هیواد کې د روانو جاني او مالي تلافاتو سبب د "ایشغال گر خارجي ځواکونو" موجودگي ده.

"هم په دې بنیاد مونږ پیغام درلیږو چې دا جنگ قابو کړه" د طالبانو لیک وايي او زیاتوي په افغانستان کې جنگ تر هغه وخت نشي ختمیدی تر څو د امریکا په مشرۍ کې خارجي ځواکونو د هیواد نه وتلي نه وي.

طالبانو د افغان صدراشرف غني په حکومت د اداري فساد الزام هم لگولی او ویلي هم د ادارې فساد په سبب حکومت د اولس اعتماد دلاسه ورکړی دی.

د جنورۍ په شلمه نیټه د خپلې چوکۍ سوگند پورته کولو ورسته، صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکې کاروايي جاري ساتلو ژمنه کړې ده. په افغانستان کې موجود امریکايي ځواکونو ته د سیټلایټ د لارې خپله وینا کې صدر ټرمپ عسکرو ته وویل چې جنگ دې جاري وساتي ځکه چې گټه به بالاخر ددوي په برخه وي.

په افغانستان کې دا وخت ٨۴٠٠ امریکايي عسکر موجود دي. ددې نه علاوه د نیټو ٦٠٠٠ عسکر هم په جنگ ځپلې هیواد کې پراته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG