لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اربونو روپو اخستو باوجود د بې کوره قبایلو مرستې نه دي شوي


د سېفران د وزارت لخوا د سینيټ کمېټۍ ته ویل شوي دي چې بهرنو ملکونو د کډوالو د پاره د مرستو په لړ کې پاکستان ته ۱۶۶ملینه ډالره ورکړي دي.
د سېفران د وزارت لخوا د سینيټ کمېټۍ ته ویل شوي دي چې بهرنو ملکونو د کډوالو د پاره د مرستو په لړ کې پاکستان ته ۱۶۶ملینه ډالره ورکړي دي.

د پاکستان د سرحداتو د وزارت (سېفران) لخوا د برني اېوان سینیټ یوې کمېټۍ ته ویل شوي چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملک د قبایلي سیمو نه د بې کوره شوؤ خلکو دپاره بهرنو هېوادونو په اربونو روپۍ امداد ورکړی خو بې کوره خلک لا هم د کډوالۍ په ژوند کولو مجبوره دي.

د سېفران د وزارت لخوا د سینيټ کمېټۍ ته ویل شوي دي چې بهرنو ملکونو د کډوالو د پاره د مرستو په لړ کې پاکستان ته ۱۶۶ملینه ډالره ورکړي دي.

د محرومو خلکو دپاره د سینیټ جوړې کمېټۍ غونډه نن د ګل په ورځ شوې او د کمېټۍ مشر سینیټرنثارمحمدخان چې تعلق يې د حکومتي واکمنه ګوند مسلم لیګ (ن) ډلې سره دی، ویلي يې حکومت په دغه مد کې په اربونو روپۍ بهرنی امداد اخستی خو بې کوره شوي خلک لا هم کډوال دی.

قبايلي مشرانو هم وخت په وخت دوي ته د مرستو نه مېلاوېدو شکایتونه کړي دي
قبايلي مشرانو هم وخت په وخت دوي ته د مرستو نه مېلاوېدو شکایتونه کړي دي

نوموړي د کډوالو په اړوند د حکومت په بې غورۍ سخت ټکونه کړي، او ویلي يې دي د قبایلي سیمو نه اوس هم ۵۷کورنۍ کډوالې دي، حکومت د دوي په نوم په اربونو روپۍ امداد اخستی ولې د دوي دپاره يې هيڅ هم نه دي کړي.

د سېفران سېکتر کمېټۍ ته ویلي دوي سره درې لاکه ۳۶زره کډوالې شوې کورنۍ رجسټرډ دي او په دوي کې دوه لاکه ۷۹زره بیرته خپلو کورونو ته ستنې شوي دي.

سېکتر ویلي بیرته ستنېدونکې کورنۍ ته حکومت ۱۲ زره روپۍ د امداد په توګه ورکړي دي، د چا کور چې د عملیاتو په مهال په بشپړ ډول وران شوی هغوي ته څلور لاکه او د چا کور چې نیم ویجاړ شوی هغوي ته یو لاک ۶۰زره روپۍ ورکړی شوي دي.

هغه ویلي د قبایلي سیمو نه ۲۴۰۰ کورنۍ افغانستان ته هم کډه شوې وې.

کمېټۍ ته ویل شوي چې د بهر ملکونو نه د کډوالو د مرستو دپاره ۳۰ ملینه ډالره امریکا، ۷۵ ملینه نړیوال بېنک، ۱۹ملینه جاپان، ۱۵ملینه جرمني او ۱۰ملینه ډالره چين ورکړي دي.

کمېټۍ په احوال تېرولو کې ویل شوي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د قبایلي سیمو زیاتره برخې پاکې کړی شوي دي.

د دې ترڅنګ دا هم ویل شوي چې د شمالي وزیرستان د شوال او شاديخېل سیمې لا په بشپړ ډول نه دې پاکې کړی شوې ځکه ټول کډوال بیرته نه دي ستانه کړی شوي.

د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۴م په نیمایۍ کې د افغانستان سره په پوله پرته قبایلي سیمو کې د وسله والو جنګیالو په ضد د ضرب عضب په نوم عملیات پېل کړي او وروستو دغه عملیات د خېبر ایجنسۍ پورې غځول شوي وو.

د پوځي عملیاتو په ترڅ کې بې کوره شوي کډوال د خېبرپښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې دېره شوي او تراوسه لا د کډوالۍ په ژوند تېرولو مجبور دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG