لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د امنیتي ځواک په ګاډي چاؤدنه کې اووه عسکر ژوبل شوي


 د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.
 د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمه ټانک کې د امنیتي ځواک (فرنټیرکانسټبلري) په یوګاډي د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې اووه سرتيري ژوبل شوي دي.

د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان سره په ختیځ کې جوختې پرتې سیمې ټانک کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي شوې چاؤدنې په اړه د فرنټیرکانسټبلري ځواک یو چارواکي مقابل محسود پېښه کې د اووه سرتېرو ژوبلېدو پخلی کړی دی.

وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل د سرتيرو په ګاډي کې چاؤدنه د ټانک وزیرستان روډ په منځۍ موړ سیمه کې شوې ده.

چارواکي ویلي پېښه کې ژوبل سرتيري د ټانک او ډېره اسماعیل خان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د چاؤدنې زمه واري لا چا نه ده قبوله کړې .

د چارواکو په وینا امنیتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.

د ټانک ضلعې د پولیس مشر (ډي پي او) رسول شاه ډیوه سره په خبرو کې ویلي د چاؤدنې وروستو یې ځینې مشکوک کسان نیولي دي خو نوموړي د نیول شوؤ کسانو د پېژندګلو په اړه ډېر معلومات نه دي شریک کړي.

د پولیس مشر په وینا په دغه سیمه کې امنیت په قابو کې دی خو د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان د علاقې پوله لګېدلې ځکه کله نا کله دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

د خالي په ورځ قبایلي سیمه کُرمه ایجنسۍ کې یوه چاؤدنه کې ۲۵ کسان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG