لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : غيرمحفوظو افغانانو لپاره د٥٥٠و ملينو ډالرو دمرستې غوښتنه


 کابل کې ددغه غوښتنې په مهال دملګرو ملتونو هيومينيټرين کوارډينيټر،مارک براؤډن وويل دغه مرسته به افغانستان کې اندازتاً 5.7 ؤ ملينو ترټولو غيرمحفوظو او ضرورت مندو خلکو ته رسيږي.
کابل کې ددغه غوښتنې په مهال دملګرو ملتونو هيومينيټرين کوارډينيټر،مارک براؤډن وويل دغه مرسته به افغانستان کې اندازتاً 5.7 ؤ ملينو ترټولو غيرمحفوظو او ضرورت مندو خلکو ته رسيږي.

ملګرو ملتونو کال ٢٠١٧م کې دجګړې او قدرتي افتونو له امله داغيزمنو شوو افغانانو او ګاونډي هيوادونو څخه راستنيدونکو کډوالو لپاره د٥٥٠ؤ ملينو ډالرو دمرستې غوښتنه کړې ده.

کابل کې ددغه غوښتنې په مهال دملګرو ملتونو هيومينيټرين کوارډينيټر،مارک براؤډن وويل دغه مرسته به افغانستان کې اندازتاً 5.7 ؤ ملينو ترټولو غيرمحفوظو او ضرورت مندو خلکو ته رسيږي.

هغه په ډاګه کړې ده چې تيرکال خواشا يو ملين افغانان دګاونډي هيوادونو پاکستان او ايران څخه(افغانستان ته) ستانه شويدي او دشپږو لکو څخه زياتو خلکو دشخړې له امله په داخلي توګه له کورونو تللي دي.

هغه ويلي دشام څخه پرته دنړۍ په يوه برخه کې هم په دومره لويه پيمانه دخلکو منتقلۍ نه دي ليدل شوي.

باوډن ويلي " په داسې حال کې چې دخلکو حرکت سره په لويه پيمانه ضرورت پيدا شوى، مونږ دا حقيقت له پامه نه شو غورځولى چې دولسي وګړو دشخړې له امله اغيزمن کيدل دوامداره دي ،چې پکې ښځې اؤ ماشومان زيات په خطره کې دي"

کابل کې دسويډن سفير اينډرز جوبرګ دافغانستان په سختو حالاتو کې دامدادي کارکوونکو دخدمت ستاينه کړې، که هر څو هغې منلې چې دبشري خواخوږۍ په اساس کيدونکې هلې ځلې تر زياته حده ناکامه شويدي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG