لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ډونلډ ټرمپ سوګند او وینا ته د پاکستاني رسنیو کتنه


ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا د ۴۵م صدر په توګه سوګند پورته کړی دی.
ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا د ۴۵م صدر په توګه سوګند پورته کړی دی.

د امریکا د نوي صدر ډونلډټرمپ د سوګند پورته کولو دستوره پاکستاني ټيلي ويژن چېنلو نېغ په نېغه خپره کړې او نن د خالي په ورځ پاکستاني ورځپاڼو هم د ټرمپ د صدر په توګه د سوګند پورته کولو خبر د سر په پاڼو لګولی دی.

د پاکستان په ورځپاڼو کې نه یواځې د اردو بلکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼو هم دې خبر ته د سر په پاڼه ځای ورکړی چې ټرمپ ویلي (نړۍ به د سخت دریځه اسلامي ترهګرۍ په ضد یو موټي کړي).

د پاکستان شخصي ټيلي ويژن چېنلو د ډونلډټرمپ د سوګند د دستورې ترڅنګ په واشنګټن کې شوې مظاهرې هم ښکاره کړي دي.

ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا د ۴۵م صدر په توګه سوګند پورته کړی دی.

ډان نومې ورځپاڼې د ډونلډ ټرمپ په حواله په خپله اداریه کې د غېریقيني صورتحال په حواله لیکي، چې دا اوس یو ښکاره حقیقت دی چې ډونلډټرمپ د امریکا صدر شو، د دوي په کابینه کې چې کوم خلک شامل دي هغه هم بدلون نه غواړي امریکا په نړیوال کچ د انساني حقونو او جمهوریت په اړه یو ځانګړی کردار لوبوي خو اوس د ښه دپاره یو امېد ساتل پکار دي او دا چې نړۍ هم د سختو دپاره ځان تیار کړي.

د پاکستان ټيلي ویژن چېنلونو او ورځپاڼو ترڅنګ د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو باندې هم د امریکا د نوي صدر په اړه تاوده بحثونه کيږي. پاکستاني خبریالان او عام خلک هم په دغه اړوند خپل خپل نظرونه شریکوي.

د پاکستان یاد خبریال حامدمیر په ټویټر لیکلي چې،

(چې د نوي صدر ډونلډټرمپ په وړومبۍ ورځ واشنګټن کې پولیس په خبریالانو حمله کړې).

یو بل پاکستاني خبریال رؤف کلاسرا لیکلي،

(چې باید د پاکستان پالیسي جوړونکي او اسټبلشمنټ په دې خبره ځان پوهه کړي چې اوس ښه او بد طالبان نشته، کولیشن سپورټ فنډ شته او نه به د کېري لوګر بل ضرورت پېښ شي).

د ډونلډ ټرمپ په صدر جوړېدو په پاکستاني ټيلي ويژن چېنلو باندې ځينې داسې تبصرې روانې هم کيږي، چې امریکا په نړیواله سطح د هېوادونو مشري کوي خو که صدر ډونلډ ټرمپ خپل قوت او اقتصادي هلې ځلې یواځې د امریکا پورې محدودې کړې نو دا به د نړۍ نورو غټو قوتونو چین او روس ته مخې ته راتلو ته لار ورکړي.

خو ځینې بیا وايي چې دا به د وخت نه وړاندې ویل وي او د نوموړي د بهرنۍ تګ لارې وروستو به هر څه په ډاګه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG