د پاکستان د قبایلي سیمې کُرمې ایجنسۍ په مرکز پاړاچنار کې شوې یوه بمي چاؤدنه کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او د۴۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي، چارواکو پېښه کې د مړو زیاتېدو اندېښنه څرګند کړې ده.
د کرمې ایجنسۍ د پولیټیکل انتظاميې په وینا چاؤدنه نن د خالي په ورځ سهار د ایجنسۍ مرکز پاړاچنار د عیدګاه مارکيټ د سبزیانو منډۍ کې په داسې مهال شوې ده چې په ګڼ شمېر کې خلک دغلته موجود وو.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار په یو بیان کې پخلی کړی چاؤدنه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.
د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمدخراساني په یو بیان کې د برید زمه واري قبوله کړې او ویلي يې دي سېف الله نومې ځانمرګي یې دغه برید کړی دی.
رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې خراساني ویلي، دغه برید يې د ملک اسحاق او درې ورځې وړاندې د رضوان عرف اصف چهوټو او ملګرو د وژنې په بدل کې کړی دی.
درې ورځې وړاندې د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضد عملیات کوونکو پولیس سي ټي ډي په یو بیان کې ویلي ؤ چې د شیخوپوره په سیمه کې یې په یوه نښته کې د لشکرجهنګوي ډلې مشراصف چهوټو د څلور ترهګرو سره وژلی دی.
د لشکرجهنګوي ډلې باني مشر ملک اسحاق د کال ۲۰۱۵م د جولایۍ په میاشت کې سره د زامنو د پنجاب صوبې په مظفرګړهـ سیمه کې د سي ټي ډي په یوه مقابله کې وژل شوي وو.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې د پاړاچنار د چاؤدنې ژوبل د هیلي کاپټرو د لارې پوځي او د پېښور ليډي ریډنګ روغتون ته وړلی شي.
د کُرمې ایجنسۍ مرستیال پولیټیکل ایجنټ شاهدعلي ډیوه ریډیو سره خبرو د مړو د شمېرې زیاتېدو اندېښنه څرګند کړې ده.
چارواکي وايي په علاقه کې د امنیت په موخه د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.
پولیټکل چارواکو ویلي په ابتدايي معلوماتو کې دا خبره مخې ته راغلې ده چې د سبزۍ په یو کريټ کې بارودي توکي په ځای کړی شوي او چاؤدنه ورته ورکړی شوې ده.
پاړاچنار کې له دې وړاندې د کال ۲۰۱۵م د جنورۍ په میاشت کې هم په دغه ځای د شوې یوې چاؤدنې زمه واري لشکرجهنګوي العالمي نومې ډلې قبوله کړې ده.
پاړاچنار د کُرمې ایجنسۍ حساسه سیمه ګنلی شي او زیات پکې شیعه مسلکي مېشت دي، دلته له دې وړاندې د سُني او شیعه ډلو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوي دي.
کُرمه ایجنسي د افغانستان سره په پوله پرته قبایلي سیمه ده او په نزدې پرتو سیمو کې یې شمالي وزیرستان، اورکزۍ ایجنسي او هنګو ضلعې شامل دي.
شمالي وزیرستان کې د ترسره شوؤ ضرب عضب عملیاتو وروستو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي ادعا کوي چې د ترهګرو ملا ماته کړی شوې او سیمه د وسله والو څخه پاکه کړی شوې ده.