لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: د گوانټانامو زندان په بندولو کې ناکامه شوم


اته کاله وړاندې د صدارت چوکۍ سنبالولو په وخت براک اوباما د یو کال دننه د گوانټانامو زندان د تړلو لوظ کړی و خو په کانگرس کې د حزب اختلاف ریپلیکن او خپله د واک من ډیموکریټک پارټۍ د ځینې قانون سازانو د طرفه د مخالفت په وجه يي خپل لوظ پوره نه کړی شو
اته کاله وړاندې د صدارت چوکۍ سنبالولو په وخت براک اوباما د یو کال دننه د گوانټانامو زندان د تړلو لوظ کړی و خو په کانگرس کې د حزب اختلاف ریپلیکن او خپله د واک من ډیموکریټک پارټۍ د ځینې قانون سازانو د طرفه د مخالفت په وجه يي خپل لوظ پوره نه کړی شو

صدر براک اوباما دا خبره تسلیم کړې ده چې د خپل حکومت په مهال په گوانټانامو بی، کیوبا کې، د مشکوک ترهگرو دپاره قیدخانه بندولو کې نه دی کامیاب شوی.

د صدارت په خپله اخیرۍ ورځ براک اوباما کانگرس ته د دوو پاڼو په خپل خط کې وویل پکار ده چې د گوانټانامو زندان د سره پرانستل شوی هم نه وی.

کانگر نه د گلې په شکل کې صدر اوباما وویل کانگرس یوازې د سیاست په خاطر دا زندان ازاد وساتلو گني نور هیڅ جواز يي نه جوړیدو

اته کاله وړاندې د صدارت چوکۍ سنبالولو په وخت براک اوباما د یو کال دننه د گوانټانامو زندان د تړلو لوظ کړی و خو په کانگرس کې د حزب اختلاف ریپلیکن او خپله د واک من ډیموکریټک پارټۍ د ځینې قانون سازانو د طرفه د مخالفت په وجه يي خپل لوظ پوره نه کړی شو.

صدر اوباما خپل لیک کې وویل دا وخت په گوانټانامو کې ۴١ قیدیان موجود دي.

د ریپبلیکن پارټۍ منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ویلي نه یوازې دا چې د گوانټانامو زندان به بندوي نه بلکه د قیدخانې ابادي به نوره هم زیاتوي. هغه دا امکان هم څرگند کړی چې گني په دغه زندان کې خپله امریکايي شهریان هم بندي ساتل کیدی شي.

په کال ٢٠٠١ کې د ترهگر حملو ورسته امریکې د مشکوک ترهگرو د بندي ساتلو دپاره د گوانټانامو په ټاپو کې زندان قایم کړو. هلته د زیاتره نیول شوو قیدیانو تعلق د القاعده، طالبانو او د نورو تندروه ډلو سره و چې د افغانستان او د پاکستان نه علاوه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ترهگرۍ په شک کې نیول شوي وو.

په زندان کې د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او د گڼ شمیر نورو هیوادونو سره تعلق لرونکې خلک قیدیان پاتې شوي دي.

په یو وخت کې په گوانټانامو کې ٧٧٩ قیدیان وو خو کله چې صدر براک اوباما حکومت ترلاسه کړو نو په هغه مهال د گوانټانامو د قیدیانو ابادي ٥٠٠ ته راکمه شوي وه

د صدر براک اوباما په وخت کې د گوانټانامو د قیدیانو شمیره لا نوره هم کمه کړی شوه، ځیني قیدیان خپلو خپلو ملکونو ته ولیږلی شول، ځینې دریمو هیوادونو ته هلته د ابادیدو دپاره واستول شول او ځینې بغیر د څه مقدمو ازاد کړی شول. دا وخت په گوانټانامو کې د ٥٠ نه کم قیدیان پراته دي.

هم دا هفته د گوانټانامو نه ١٠ قیدیان ازاد کړی شول او عمان ته ولیږلی شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG