لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان پولیسو نرښځيانو ته د کورونو پرېښودو ویلي


له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا صوبې او د ملک په بیلابیلو برخو کې نرښځیانو باندې د تشدد پېښې رامنځته شوي او وژل شوي دي.
له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا صوبې او د ملک په بیلابیلو برخو کې نرښځیانو باندې د تشدد پېښې رامنځته شوي او وژل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې نرښځي وايي ځايي پولیسو ورته د کورونو پرېښودو ویلي دي، خو پولیس وايي نرښځیانو ته يې د کورونو نه ویستلو نه دي ویلي بلکې د امنیت په موخه د ترهګرۍ په ضد جوړې تګ لارې لاندې ځینې ګامونه پورته کولی شي.

د مردان ضلعې نرښځي وايي د نهې په ورځ هم پولیسو پينځه نرښځي بې د څه جرم نه بند کړي ؤ،او د هغې نه وروستو ورته پولیسو ویلي چې د اوسېدو ځایونه دې خوشي کړي.

د مردان د نرښځیانو مشرې علیشاه وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي په میرافضل خان بازار او اډه کې پولیس ګرځېدلي او نرښځیانو ته يې ویلي چې کورنه دې خالي کړي،

"دوي (پولیس) د کورونو په مالکانو فشار اچوي چې نرښځیان د کورونو اوباسي، دا به زمونږ دپاره ګرانه شي ځکه چې مونږ به په فټ پات کښېنو، بل دا چې حکومت دې مونږ له ځان له بیل ځای راکړي چې د خلکو نه په ډډه یُو".

د علیشاه په وینا په مردان کې نزدې ۳۰۰ نرښځیان ژوند کوي چې ډېری پکې ځايي او نور د بهر نه راغلي دوي سره مېشت دي.

د نرښځیانو د کورونونه ویستلو په اړه چې ډیوه ریډيو د مردان ضلعې د اډې د پولیس چوکۍ مشرعبدالوهاب نه پوښتنه وکړه، نو هغه وویل دا د قامي تګ لارې برخه ده او پولیس په دغو ودانیو کې کېمرې لګول غواړي او د کورنو خالي کولو هیڅ اراده نه لري.

د نهې په ورځ نرښځیانو د پولیس په وړاندې احتجاجي مظاهره هم کړې وه.

دا وړومبی ځل نه دی چې نرښځي پکې ځورول کيږي له دې وړاندې هم د خېبرپښتونخوا صوبې او د ملک په بیلابیلو برخو کې نرښځیانو باندې د تشدد پېښې رامنځته شوي او وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو دپاره کارکوونکي د پولیس دغه ګام غندي او وايي په ټول ملک کې نرښځیانو ته هغه بنیادي انساني حقونه نه ورکړی کيږي، کوم حقونه چې د پاکستان ائین یو عام ملکي وګړي ته ورکوي.

د نرښځیانو د حقونو دپاره کارکوونکی تېمور کمال وايي په مردان کې که نرښځیان د کورونو ویستل کيږي نو د وړاندې نه د ستونزو ښکار دغه نرښځیان به لاپسې د نورو مشکلاتو سره مخ شي.

پاکستان کې نرښځیان تل دغه شکایت کوي چې ځورول کيږي او په حکومتي کچ د دوي هیڅ پوښتنه نه کیږي.

په وروستیو کې د پاکستان سترې محکمې امر کړی چې په ملک کې راتلونکې سرشمېرنه کې دي نرښځیان هم شمار کړی شي.

نرښځیان په دغه پرېکړه خوشحاله دي چې شمار يې وشي نو دوي به د خپلو حقونو دپاره په دغه حساب غږ پورته کړي او دا د دوي د حقونو اخستو پله وړومبی قدم دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG