د نایجیریا پوځ د نهې په ورځ د بې کوره شوؤ خلکو په یو کېمپ په تېروتنه بمباري کړې او د ۵۰ نه زیات کسان يې وژلي دي.
یو پوځي چارواکي ویلي هدف يې د بوکوحرام وسله وال وو خو برید د کډوالو په کېمپ باندې شوی دی.
د (رڼ) په نوم دې کمېپ کې هغه خلک ژوند کوي چې د ترهګرو د لاسه په کډو کولو مجبور شوي وو.
د نایجیریا صدر محمد بحاري په خپل ټویټر اکاؤنټ د پېښې د اغېزمنو د ملاتړ ژمنه کړې او ویلي يې دي (په خواشينۍ يې دغه خبر ترلاسه کړی چې هوايي ځواک يې په بورنو ریاست کې په حادثاتي توګه د وسله والو په ځای په رڼ کې په ځایي خلکو بمباري کړې ده.
د بې پولې ډاکټرانو امدادي ډلې (اېم اېس اېف) ویلي ویلي بورنو کې یې د ۱۲۰ ژوبلو کسانو درملنه کړې او اېم اېس اېف څو ساعته وروستو په خپره کړې خبر پاڼه کې د وژل شوؤ شمېره ۵۲ ښودلې ده.
د رېډکراس نړیوالې کمېټۍ ویلي په وژل شوؤ کې د نایجیریا سره تعلق لرونکي شپږ غړي هم شامل دي.
په سیمه کې د بوکوحرام د وسله والو په ضد عملیات کوونکی پوځي مشرمېجرجنرال لکي ارابر ویلي، دوي ته په دغه ځای کې د وسله والو د موجودګۍ خبر ؤ.
د ملک پلازمینه کې خبریالانو سره په خبرو کې نوموړي ویلي (د بده مرغه برید کې د رڼ کومه بله علاقه په هدف شوې ده).
د بشري حقونو د څار ادارې په یو بیان کې د نایجیریا د حکومت نه د اغېزمنو د کورنو سره د مرستې غوښتنه شوې ده.
دغه بمباري په داسې حال کې شوې چې د نایجیریا پوځ ادعا کړې د بورنو زیاتره برخه چې د بوکوحرام قوي مرکز کې جګړه په وروستي پړاؤ کې ده چرته چې په اته کاله موده کې ۲۰ خلک وژل شوي او دوه ملینه بې کوره شوي دي.