لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرکل ټرمپ ته ويلي " داروپا تقدير زمونږ پخپلو لاسونو کې دى"


مرخيلې ويلي " زه فکر کووم چې مونږ اروپايان خپل تقدير پخپلو لاسونو کې لرو او زه به په دې په سختۍ سره بحث وکړم چې مونږ ټول سره په ګډه ولاړ يو" اروپايي اتحاديې څخه دبرطانيې دوتلو باوجود به ٢٧ هيوادونه دايتلاف برخه وي.
مرخيلې ويلي " زه فکر کووم چې مونږ اروپايان خپل تقدير پخپلو لاسونو کې لرو او زه به په دې په سختۍ سره بحث وکړم چې مونږ ټول سره په ګډه ولاړ يو" اروپايي اتحاديې څخه دبرطانيې دوتلو باوجود به ٢٧ هيوادونه دايتلاف برخه وي.

جرمن چانسلرې انګله میرکل ژمنه کړې دروانې اوونۍ اخره کې به دامريکا دمنتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ دلوړې کولو وروستو به دهغه سوچ سره دمطابقت پيدا کولو هڅه کوي خو جرمن چانسلرې په دې خبره ټينګار کړى چې دراتلونکي امريکايي مشر سره داختلافونو باوجود به اروپا دوړاندې تګ خپله لاره پخپله ټاکي.

دمیرکل دغه بيان دډانلډ ټرمپ دهاغه مرکې په ځواب کې مخې ته راغلى چې پکې هغه منتخب امريکايي مشر دنيټو په ايتلاف خپله زړه نيوکه تکرار کړې او اروپا ته دمهاجرينو په ورپيښ بحران يې دجرمني ځواب تاريخي تيروتنه ګرځولې وه.

میرکل ويلي " زه فکر کووم چې مونږ اروپايان خپل تقدير پخپلو لاسونو کې لرو او زه به په دې په سختۍ سره بحث وکړم چې مونږ ټول سره په ګډه ولاړ يو" اروپايي اتحاديې څخه دبرطانيې دوتلو باوجود به ٢٧ هيوادونه دايتلاف برخه وي.

برلن کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغې وويل داروپايي اتحاديې غړي به دترهه ګرۍ په ضد، داروپايي اتحاديې دخارجه پولو خوندي کولو، داخلي امنيت او ډيجيټل يواځۍ منډۍ او دروزګار دموقعو لپاره په ګډه کار کوي.

هغې وويل" داروپا په اړه دټرمپ خيالات معلوم دي،منتخب ولسمشر دخپلو خيالاتو خاکه وړاندې کړى،نو کله چې هغه پخپله څوکۍ کښيني، په کومه چې هغه دا مهال نه دى ناست،مونږ به يقيناً نوې امريکايي انتظاميې سره مرسته کوو او بيا به وګورو چې مونږ څه رقم تړون ترلاسه کولى شو. "

دي ټايمز اف لنډن او دجرمني بيلډ ورځپانې سره خبرو کې ټرمپ داتوار په ورځ نيټو بې ګټه ډله ګرځولې وه ځکه دهغه په قول دا ډير کالونه وړاندې جوړه کړى شوې وه.

له دې وړاندې دګل په ورځ دجرمني دبهرنو چارو وزير فرينک والټر سټاينمير ويلي وو دټرمپ تبصرو دنيټوغړو هيوادونو کې حيرانتيا او پريشاني پيدا کړې،هغه ويلي وو هغوي ته به انتظار کول وي چې امريکايي تګلارې لپاره به پايلې څه وي.

د٢٨ هيوادونو دايتلاف مشر، جينز سټولټنبرګ دخپل يو وياند له لارې جاري کړي بيان کې ويلي وو هغه ټرمپ سره دکار کولو په لوري ګوري،بيان کې ويل شوي وو هغه په دې اړه بيخي مطمين دى چې راتلونکې امريکايي انتظاميه به دنيټو په اړه ژمنه وي.

هغه دا هم ويلي وو چې يوه مضبوطه نيټو لکه داروپا پشان امريکا لپاره هم غوره ده.

داتوار په ورځ خپله مرکه کې ټرمپ داروپا په ګڼو معاملو بحث کړى و، هغه دبرطانيې لخوا جون کې اروپايي اتحاديې څخه دوتلو پريکړه ستايلې وه او اندازه يې څرګنده کړې وه چې نور(هيوادونه) به هم دغسې وکړي،هغه وړانديز کړى و چې دروس لخوا جوهري وسلو کې دکمي په بدل کې به هغه دروس په ضد بنديزونه لرې کوي.

ماسکو، چې ښکاري دټرمپ دګڼو وړانديزونو څخه ګټه اخلي، دګل په ورځ ويلي وو دمنتخب ولسمشر دپاليسۍ په پريکړو تبصره کول به دخت څخه وړاندې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG