لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي داستنبول نايټ کلب مشکوک بريدکوونکى نيولى


يلدرم دغه بريدکوونکى يو"بدترهه ګر" ګرځولى او ويلي يې دي  مهم څيز اوس دبريد پشا  پټ کسان په ډاګه کول دي.
يلدرم دغه بريدکوونکى يو"بدترهه ګر" ګرځولى او ويلي يې دي  مهم څيز اوس دبريد پشا  پټ کسان په ډاګه کول دي.

ترک وزيراعظم بينالي يلدرم دنهې په ورځ پخلى کړى چې چارواکو ددسمبر په ٣١مه نيټه استنبول کې په نايټ کلب دترسره شوي هاغه بريد مشکوک وسله وال نيولى چې چې پکې ٣٩ کسان وژل شوي وؤ.

يلدرم دغه بريدکوونکى يو"بدترهه ګر" ګرځولى او ويلي يې دي مهم څيز اوس دبريد پشا پټ کسان په ډاګه کول دي.

له دې وړاندې دحريت ډيلي نيوز په نوم ورځپاڼې ويلي داستنبول ازنيورت سيمې څخه عبدالقادر مشريپوف دخپل يو څلور کالن ځوې ترڅنګ دګل په ورځ نيول شوى دى.

ترکي کې دملي کچې اين ټي وي او نورو خبري ادارو ويلي مشکوک تن سيمه کې په هاغه کور دهپې په مهال نيول شوى چې هغه پکې کرغيزستان سره دتعلق لرونکي يو بل تن سره اوسيدو،دغه کور کې ددريوو ښځو په ګډون نور پينځه کسان هم نيول شوي او ماشوم په حفاظتي بند کې ساتل شوى.

راپور کې ويل شوي پوليسو دمشکوک تن اته پته تيره اوونۍ معلومه کړې وه،خو هپه کې يې ځنډ له دې امله کړى ترڅو دهغه دتګ راتګ او تماسونو څارنه وکړى شي.

هيله کيږي پوليس به دنهې په سحر ديو مطبوعاتي کانفرنس له لارې دغه لړ کې نور جزيات هم مخې ته راوړي.

دمشريپوف نيولو لپاره دڅو ورځو راهسې لويې لټون روان و، ترک ميډيا تيره اوونۍ ويلي وو اصل مشکوک تن يو ازبک وګړى دى.

په ډاګه دې وي چې تندروه ډلې داعش دعوه کړې وه چې داستنبول په نايټ کلب بريد هغوي لخوا شوى و او ويلي يې وو دغه بريد يې شام کې دترکي دپوځي مداخلت په ځواب کې کړى و.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG