لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي جنرال او د پاکستان د پوځ سرلښکر د افغانستان په اړه غږېدلي


د امریکا د پوځ مرکزي مشر جنرال جوزف ووټل او د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په راولپنډۍ کې لیدلي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي مشر جنرال جوزف ووټل او د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په راولپنډۍ کې لیدلي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي مشر جنرال جوزف ووټل او د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه په داسې مهال د افغانستان د امنیت په اړه خبرې اترې کړي چې د افغانستان صدر اشرف غني ویلي تېره اونۍ په کابل، کندهار او هلمند کې برید کوونکي په پاکستان کې ناست دي.

د امریکا د پوځ مرکزي مشر جنرال جوزف ووټل او د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په راولپنډۍ کې لیدلي او د دوه اړخیزه چارو ترڅنګ یې په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي .

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا د دواړو لوړ پوړو پوځي مشرانو د لیدنې په اړه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ سرلښکر د سیمې د ثبات او ترهګرۍ په ضد امریکا سره اړیکې مهمې بللې دي.

جنرال باجوه ویلي پاکستان د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې د بهير پلوي دی، نوموړي په افغانستان کې د تازه ترهګرۍ وروستو په پاکستان د تورونو لګېدو په اړه ویلي چې تورونه لګول د سولې او ثبات عمل اغېزمنوي.

جنرال باجوه ویلي د ترهګرۍ په ضد عملیاتو کې يې هر رنګ ترهګر چقولي پاکستان کې د دوي خوندي ځالې ویجاړې کړی شوي چې د افغانستان پرضد یې وکاروي.

نوموړي ژمنه کړې چې د افغانستان او په دغه هېواد کې د بهرنو ځواکونو سره په پاک ـ افغان پوله د امنیت په اړوند نزدې همکاري کوي.

د پاکستان د پوځ مشر د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزه امنیتي او استخباراتي معلوماتو شریکولو په خبره هم ټینګار کړی دی.

د پوځي بیان ترمخه امریکايي جنرال د سیمې د امنیت په لړ کې د ترهګرۍ په ضد د پاکستان هڅې ستایلي دي.

جنرال جوزف په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره په ټولو فريقېنو د دوامداره اوګټورو اړیکو ساتلو په خبره زور راوړی دی.

د امریکا او پاکستان لوړ پوړو پوځي مشرانو د افغانستان د امنیت په اړوند خبرې په داسې حال کې کړي چې د اتوار په ورځ جنرال باجوه د افغان صدر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د تازه ترهګرو بریدونو په سر غمرازي کړې او زیاته کړې يې ده چې د سیمې د امن (دښمن عناصر) د تورونو لګولو څخه ګټې پورته کوي.

د ګل په ورځ د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې صدر اشرف غني د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه مننه کړې چې په غم کې يې شریک دی، خو نوموړي ورته ویلي په افغانستان کې بریدونه کوونکي په پاکستان کې ناست دي.

د تېرې نهې په ورځ کابل، کندهار او هلمند کې شوؤ ځانمرګو او بمي بریدونو کې د ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي وو طالبانو د کابل او هلمند د بریدونو زمه واري قبوله کړې ولې افغان حکومت د دغو درې واړو بریدونو زمه واري په طالبانو اچولې او ویلي يې ؤ د بریدونو پلان په پاکستان کې جوړ شوی ؤ.

افغان چارواکي او سیاستوال د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو باندې تور لګوي چې د طالبانو مرستې کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG