لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ووژل شو خو قلم مو د لاسه نه دی ورکړی، ډاکټر فضل رحيم مروت


 تېر کال د جنورۍ په ۲۰م  باچا خان پوهنتون باندې د ترهګرو بريد کې ۱۸ زده کونکي او د انتظاميې غړي وژل شوي وو او تر ۲۰ زيات پکې ټپيان شوي وو.
 تېر کال د جنورۍ په ۲۰م  باچا خان پوهنتون باندې د ترهګرو بريد کې ۱۸ زده کونکي او د انتظاميې غړي وژل شوي وو او تر ۲۰ زيات پکې ټپيان شوي وو.

د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون باندې د شوي ترهګر برید یو کال پوره کيږي او د دغه ناوړه پېښې په یو کال پوره کېدو پوهنتون کې د یوې غونډې تابیا شوې ده.

د باچاخان پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت د غونډې راجوړې په اړه رسنیو سره په خبرو کې ویلي، غونډه کې د ګډون د پاره يې د پاکستان وزيراعظم نوازشریف، د پوځ سرلښکر، د خېبرپښتونخوا ګورنر او وزیراعلي ته بلنه ورکړې ده خو د بلل شوؤ مشرانو لخوا تراوسه په غونډه کې د ګډون پخلی نه دی شوی .

فضل رحيم مروت وويل د پوهنتون د زده کونکو او انتظاميې د کارمندانو حوصلې لوړې دي او د تېر کال په پرتله پوهنتون ته زیات محصلین زده کړو له راغلي دي.

وایس اف امریکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ښاغلي مروت وويل چې ترهګرو د پوهنتون زده کونکي او استازان په هدف کړي ولې دوي به د علم لاره نه پريږدي.

" دې نه تاسو اندازه واخلۍ چې دا قلم د چا لاس کې وي د نړۍ هغه قامونه مخ په وړاندې ځي،ځينې خلکو دا کوشش وکړو او زمونږ د لاسو نه يې قلمونه مات کړل، بستې يي وشلولې،د دې خلکو سينې يي سورۍ کړې او دغه خلک(ترهګر) په دې کې کامياب شو چې بچي او وړونه يي راته ووژل،خو دا خلک هميشه دپاره نه شي کامياب کيدې" .

په باچا خان پوهنتون کې د وړاندې په پرتله اوس کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي ځايې پرځايې مورچې جوړې کړې شوي دي او ساتونکو يي هم په وسلو سمبال دي.

د پوهنتون د ساتونکو مشر ريټائرډ کرنل جان وايي دوی د امنيت ساتونکو ادارو سره په مستقله توګه په تماس کې وي او د هر قسمه پېښې مخنيوي کولو توان لري.

تېر کال د جنورۍ په ۲۰م باچا خان پوهنتون باندې د ترهګرو بريد کې ۱۸ زده کونکي او د انتظاميې غړي وژل شوي وو او تر ۲۰ زيات پکې ټپيان شوي وو.

د دغه برید زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG