لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ترهګر بریدونه کوونکي په پاکستان کې دي، اشرف غني


اشرف غني د جنرال باجوه مننه کړې چې په غم کې يې شریک دی، خو نوموړي ویلي دغه بریدونه کوونکي په پاکستان کې دي.
اشرف غني د جنرال باجوه مننه کړې چې په غم کې يې شریک دی، خو نوموړي ویلي دغه بریدونه کوونکي په پاکستان کې دي.

د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان د پوځ جنرال قمر جاوېد باجوه ته ویلي په کابل، کندهار او هملند کې ترهګر بریدونه ترسره کوونکي په پاکستان کې دي.

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ څخه نن د ګل په ورځ خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف د اتوار په ماښام افغان صدر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې کړي او د تېر نهې په ورځ کابل، کندهار او هلمند کې ترسره شوي ترهګر بریدونو يې په سختو ټکو کې غندلي، او افغان صدر او اولس سره یې غمرازي کړې ده.

بل لور ته د اتوار په ماښام د پاکستان د پوځ لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه افغانستان کې د ترهګرۍ په تازه پېښو د افغان صدر سره غمرازي کړې او متاثره کورنو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

د تېرې نهې په ورځ د افغانستان پلازمینې په ګډون درېو ښارونو کې ځانمرګي بریدونه او بمي چاؤدنې شوې او په یوه ورځ کې د ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي او یو شمېر ژوبل شوي وو، په وژل شوؤ کې د متحده عرب اماراتو پینځه سفارتکار هم شامل وو.

د ارګ څخه په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې صدر اشرف غني د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه مننه کړې چې په غم کې يې شریک دی، خو نوموړي ویلي دغه بریدونه کوونکي په پاکستان کې دي.

((د دغو تروریستي بریدونو ترسره کوونکي چې دا مسوولیت یې منلی په پاکستان کې ژوند، ازادانه فعالیت او استخدام کوي چې پرضد یې تراوسه کوم اقدام نه دی شوی)).

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال آصف غفور ویلي، د پاکستان د پوځ سرلښکر افغان صدر اشرف غني ته ویلي چې د سیمې د امن (دښمن عناصر) د تورونو لګولو څخه ګټې پورته کوي.

د ارګ د بیان ترمخه افغان صدر د پاکستان د پوځ سرلښکر سره په خبرو کې ((د دغو ترهګرو بریدونو له ترسره کوونکو څخه د بدل اخیستلو ټینګې ارادې ته په اشارې سره ویلي ، د هېواد د امنیت یقيني کولودپاره هر ډول تیاری لري)).

اشرف غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ترهګري او انتهاپسندي د سیمې او نړۍ دپاره جدي ګواښ بللی، او زیاته کړې يې ده دغه شریک ګواه په وړاندې د جدي عملیاتو نه کول په خپله پاکستان او سیمې ته خطر پېښولی شي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي ( هغه (جنرال باجوه) په دې په خبره زور راوړی چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ د هرې طبقې او رنګ پرضد، او د ترهګرو ټولې خوندې ځالې يې تباه کړي دي).

د ارګ په بیان کې ویل شوي چې په دغو ټلیفوني خبرو کې د پاکستان د پوځ سرلښکر ویلي، هېواد یې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د همکارۍ ټینګه اراده لري او نوموړي تېرو کړنو ته په اشارې د پاکستان له لوري د هغو د نه تکرار کولو ټینګه ژمنه کړې ده.

ښاغلي غني د خبرو په پای کې ویلي، ((زموږ موخه راتلونکی دی او د دې لپاره باید جدي او هر اړخیز مذاکرات وشي، ځکه د ۲۰۱۶ کال تکرار زموږ دولت او خلکو ته د منلو وړ نه دی)).

د پاکستان د پوځ په بیان کې ویل شوي جنرال باجوه د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله د یو قومي مېکانزم او استخباراتي همکارۍ په خبره هم ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې طالبانو د کابل او هلمند د بریدونو زمه واري قبوله کړې ولې افغان حکومت د دغو درې واړو بریدونو زمه واري په طالبانو اچولې او ویلي يې ؤ د بریدونو پلان په پاکستان کې جوړ شوی ؤ.
افغان چارواکي او سیاستوال د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو باندې تور لګوي چې د طالبانو مرستې کوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG