د پاکستان د پوځ سرلښکر د اتوار په ورځ د افغانستان صدر اشرف غني ته ویلي چې پوځ يې په خپله خاوره د ترهګرو (ټولې پټې ځالې) تباه کړي دي، نوموړي په دې خبره ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله دې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره همکاري وشي.
جنرال قمرجاوېد باجوه په داسې حال کې افغان صدر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې کړي چې د تېرې نهې په ورځ د افغانستان پلازمینې په ګډون درېو ښارونو کې ځانمرګي بریدونه او بمي چاؤدنې شوې وې.
افغانستان کې په یوه ورځ د ۵۰ نه زیات کسان وژل شوي او یو شمېر ژوبل شوي وو، په وژل شوؤ کې د متحده عرب اماراتو پینځه سفارتکار هم شامل وو.
د پاکستان د پوځ ویاند مېجرجنرال آصف غفور ویلي، جنرال باجوه افغانستان کې د ترهګرۍ په تازه پېښو د افغان صدر سره غمرازي کړې او متاثره کورنو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.
بل لور ته افغان چارواکو او سیاستوالو یو ځل بیا د ترهګر بریدونو وروستو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو باندې ګوته راپورته کړې چې د طالبانو مرستې کوي.
کابل تور لګوي چې طالبان د افغانستان په ضد د بریدونو دپاره د پاکستان خاروه کاروي، ولې اسلام اباد دغه تورونه ردوي.
د آصف غفور ترمخه د پاکستان د پوځ سرلښکر افغان صدر اشرف غني ته ویلي چې د سیمې د امن (دښمن عناصر) د تورونو لګولو څخه ګټې پورته کوي.
د پوځ ویاند ویلي ( هغه (جنرال باجوه) په دې په خبره زور راوړی چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ د هرې طبقې او رنګ پرضد، او د ترهګرو ټولې خوندې ځالې يې تباه کړي دي).
د غفور په وینا جنرال باجوه د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله د یو قومي مېکانزم او استخباراتي همکارۍ په خبره هم ټینګار کړی دی.