لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د حکومتي دعوؤ برعکس افغان کډوال د نشت برابرجرمونو کې ککړ دي


Algunos ingresos a Quito, la capital de ecuatoriana, se mantienen cerrados este domingo en la tarde luego de días de protestas. Foto: Néstor Aguilera - VOA.
Algunos ingresos a Quito, la capital de ecuatoriana, se mantienen cerrados este domingo en la tarde luego de días de protestas. Foto: Néstor Aguilera - VOA.

په خېبرپښتونخوا کې د مېشت افغان کډوالو په اړه په خپله د صوبايي حکومت ادارو ویلي چې یواځې یو فیصد افغان کډوال په غټو جرمونو کې ککړ دي.

د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت د ډائريکټرېټ اف پراسیکیوشن (څارنوالۍ) او پولیس محکمې د حکومت د هغو ادعاؤ نه بدل شمېره ښودلې په کومو کې چې به ویل کېده افغان کډوال په صوبه کې د ۱۵ نه تر۳۰ فیصدو پورې جرمونو کې ککړ دي.

د صوبايي د استغاثې ډائریکټ ترمخه د ۲۰۱۴م کال تر ستمبر ۲۰۱۶م پورې د تاوان دپاره تښتونو، د شوکو غلاګانو، وژنو او بمي چاؤدنو په رنګ غټو جرمونو ۱۱۶۸۵ مقدمې درج شوي دي،او په دغو کې ۱۰۵۴۹ مقدمې عدالت ته وړاندې کړی شوي دي، چې پکې د افغانانو شمېره یواځې ۱۳۴ده.

دا شمېره د جرمونو د مجموعي مقدمو ۱.۲۷ فیصده جوړيږي.

په دغو مقدمو کې په ۲۳ زره تنانو باندې تورونه لګول شوي او په دې شمېره کې هم یواځې ۳۰۰ افغان کډوال تورن دي او دلته هم د افغان کډوالو شمېره ۱.۳فیصده جوړيږي.

په خپله د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پروېز خټک هم څو څو وارې داسې ادعاوې کړي چې په صوبه کې مېشت افغانان په جرمونو کې ککړ دي.

څیړونکي شهاب الدین وايي د دغو حکومتي ادعاؤ په شا سیاسي ګټې وې او هم د هاغو ګټو دپاره لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د پاکستان تحریک ډلې (پي ټي آئي) صوبايي حکومت او وزیراعلی څوڅو وارې داسې ویلي چې افغان کډوال دې بیرته لاړ شي ځکه چې تر ۳۰فیصده جرمونو کې هم دوي ککړ دي.

((بلخوا هم خپله د حکومتي ادارو د شمېرې نه څرګنديږي چې د افغان کډوالو په جرمونو کې د ککړتیا شمېره د نشت برابر ده او چرته په ۱۰۰ کې یوافغان کډوال په جرم کې ککړ لیدل شوی دی)).

یو بل څیړونکي اسماعیل خان وايي چې د پراسیکوشن ډائريکټ چې د حکومت یوه زمه واره اداره ده د هغې شمېره دغه ادعاوې دروغژنې ګرځوي او خپله د حکومت ریکارډ دا ثابتوي چې افغانان په دومره ډېرو جرمونو کې لاس نه لري.

نوموړی زیاتوي چې بلخوا په خپله د پراسیکیوشن ډائریکټ او د پولیس محکمې څخه ترلاسه شوي مالومات ښايي چې د دوي شمېرې هم د یو بل نه بدلې دي او زیاتره د پولیس څخه جوړې مقدمې عدالتونوته نه دي وړاندې کړی شوي.

پاکستان کې په تېر درې کاله موده کې د افغان کډوالو بیرته خپل هېواد ته د ستنولو په اړه زیات شور په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوی دی.

څیړونکي وايي چې اوس خپله د حکومتي ادارو د شمېرو نه وروستو داسې مالوميږي چې په صوبه کې د پي ټي ائي د صوبايي حکومت د کډوالو په اړه د جرمونو کولو بیانونه یوه بهانه وه، دوي بې ځایه افغان کډوال ځورولي او بیرته تلو ته یې اړ کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG