لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان نه افغانستان ته کډوال شوي به د بکاخېلو کېمپ ته راځي


دغه کډوال بیرته د راستنېدو په وخت خپل سامانونه او ګاډي هم ځان سره  راوستی شي.
دغه کډوال بیرته د راستنېدو په وخت خپل سامانونه او ګاډي هم ځان سره  راوستی شي.

د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د ضرب عملیاتو له امله افغانستان ته اوړېدلي کډوال به د سبا (ګل) د ورځې نه بیرته پاکستان ته راتګ پېل کړي ولې دوي به د خپلو کلیو په ځای د نیمې قبایلي سیمې اېف ار بنو د کډوالو کېمپ ته راستنيږي.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل چارواکو ویلي افغانستان ته د تلو کډوالو دپاره یې بیرته د راستنیدو په وخت په پوله د نوم لیکنۍ انتظام برابر کړی دی.

د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل افسر انورخان شيراني په دغه اړوند وایس اف امریکا ډيوه ریډیو سره خبرو کې ویلي، چې د سیمې نه افغانستان لوري ته کډه شوې کورنۍ به بیرته د غلام خان د لارې راځي.

د نوموړي په وینا په غلام خان کې د کډوالو دپاره د ګاډواو خوراک څخاک انتظام هم برابر کړی شوی دی.

(( باالکل دا ټول انتظامات برابر دي او مونږ د دوي (کډوالو) مشرانو، ملکانو سره په تماس کې یُو او روزانه دوي سره خبرې کيږي، مونږ قافلې جوړې کړي دي او د سوموار (ګل) په ورځ ۲۰۰ کورنۍ راځي او هغوي ته پته ده چې په اوله ورځ به دوي راځي، د دويمې ورځې خلک هم خبر دي او د ۲۰۰ کورنو په حساب به هره ورځ قافلې راځي دا سلسله به لس ورځې روانه وي خو د اتوار په ورځ به پکې چهټي وي)).

هغه وویل دغه کډوال بیرته د راستنېدو په وخت خپل سامانونه او ګاډي هم ځان سره راوستی شي.

انورخان زیاته کړه دا کډوال شوي خلک به د غلام خان پولې ته راځي او باید دوي سهار وختې شپږو بجو له ځان دغلته راورسوي.

دغه کډوال به د غلام خان نه د کاروان په شکل کې د بکاخېلو د کډوالو کېمپ ستنول کيږي، چارواکي وايي چې دوي ته په بکاخېلو کې د کېمپ رجسټرېشن کارډ ورکړی شي، او هلته به دوي ته د یخنۍ نه د بچ کېدو او د میاشتې خوراک هم ورکړی شي.

چارواکي وايي چې دغه خلک به دوه اوونۍ په کېمپ کې وي او د هغې وروستو بیا دوي په خپله خوښه هر ځای کې اوسېدی شي، او د خپلو علاقو د خلاصېدو وروستو به دوي هم لکه د نورو کډوالو بیرته ستانه کړی شي.

په شمالي وزیرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب عملیاتو پېل کېدو په ترڅ کې د یو لاک نه زیاتې کورنۍ په علاقه پرېښودو مجبوره شوې وې چې پکې د ۱۰ نه تر ۱۵ زرو پورې کورنۍ د پولې پورې غاړې افغانستان ته کډه شوې وې.

افغانستان ته د جوختو پرتو علاقو غلام خان، دته خېل، مداخېل، سدګۍ او شوال سیمو نه خلک کډوال شوي وو، او دوي هلته په پکتیتکا، پکتیا او خوست کې دېره شوي وو.

انورخان وايي افغانستان ته په اوختو کډوالو کې یواځې (۵۸۲۲) کورنو رابطه کړې او رجسټرېشن يې کړی دی.

هغه زیاته کړه چې پاتې خلک دې خپل رجسټرېشن وکړي او که اوس څوک د رجسټرېشن نه پاتې شو، وروستو به د ډېرو ستونزو سره مخ کيږي.

د قبايلي سیمو د افتونو په وخت د انتظام اداره (اېف ډي اېم ای) وايي چې د شمالي وزیرستان نه چې کوم یو لاک کورنۍ کډه شوې وې په هغو کې ۶۵ زره کورنۍ بيرته لېږل شوي دي. او د ۳۰ نه تر ۳۵ زرو پورې اوس هم د کډوالۍ په ژوند تېرولو مجبوره دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG