د لیبیا ساحل سره نزدې د مهاجرو پناه غوښتونکو یوه کشتۍ په بحېره روم کې ډوبه شوې چې له امله يې لږترلږه ۱۰۰ کسان ورک دي.
په سمندر کې امدادي کارکوونکو کې شامل د اټالیا د ساحل ساتونکو ویلي تراوسه پورې د اته کسانو مړي د اوبو نه راویستل شوي دي.
د اتوار په ورځ د اټالیا د ساحل ساتونکو په یو بیان کې ویلي (اته مړي د اوبو نه راویستل شوي، څلور ژوندي بچ کړی شوي اوهغوي ویلي په کشتۍ کې خواؤشا ۱۰۷ کسان سواره وو).
کشتۍ د لیبیا او اټلي په منځ کې ډوبه شوې ده.
د لیبیا د ساحل نه په ۵۰ کلوميټره لرې رامنځته شوې دې پېښې په مرستو کې د فرانس یو جنګي سمندري جهاز هم برخه اخستې ده.
د فرانس جنګي بېړۍ د یورپي یونین د (فرنټیکس سرحدي اپریشن) لاندې په سیمه کې په ګزمه بوخت وه.
دا لا نه ده مالومه چې په کشتۍ کې د سورو خلکو تعلق د کوم ملک سره دی.
د جمعې په ورځ هم بحېره روم کې په بېلابیلو وړو کشتیو کې تلونکې نزدې ۵۵۰ مهاجر او پناه غوښتونکې د سمندر نه ویستل شوي وو.
د کړکېچ سره مخ او بدې امنیتي وضعې له امله د افریقه او منځني ختیځ د هېوادونو نه په تېر دوه کاله موده کې په لاکونو خلکو د یورپ مخه کړې او زیاتره پکې هم د سمندر په خطرناکه لاره تګ کوي.
د سمندر د لارې په تلونکو مهاجرو کې د زرګونو په شمېره کې خلک ډوب شوي دي.