لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا پاکستان کې دترهه ګرو دخوندي ځالو په اړه دافغانستان ددعوې تايد کوي


پآکستاني چارواکي هم پخپل زوړ سوچ کې نښتي اؤ یوازې د خپلو اخباري بیانونو د لارې نړۍ ته ځان سپینول غواړي
پآکستاني چارواکي هم پخپل زوړ سوچ کې نښتي اؤ یوازې د خپلو اخباري بیانونو د لارې نړۍ ته ځان سپینول غواړي

دامريکا خارجه محکمې منلې چې دپاکستان دقبايلي سيمو د لرې والي او دپوځ د تاکتيکي حدودو له امله اسلام اباد پخپلو قبايلي سيمو کې دټولو ترهه ګرو دخوندي ځالو دله مينځه وړلو کې ستونزو سره مخ کيږي.
خو تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دامريکا دخارجه محکمې وياند مارک ټونر دکابل دا دعوه تايد کړې چې دپاکستان په قبايلي سيمو کې دترهه ګرو دخوندي ځالو له امله ترهه ګر چې کله هم وغواړي نو افغانستان کې بريدونه ترسره کولى شي.
دخارجه محکمې وياند دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې تيره ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دپارلمان سره نزدې دوه ځانمرګي چاودنې وشوې چې پکې په لسګونو کسان ووژل شول.

همدغه راز قندهار کې يوه بله چاودنه کې دمتحده عرب اماراتو سفير جمعه محمد عبدالله الکعبي ژوبل شو او يو شمير کسان پکې ووژل شول.
افغانستان کې دچاودنو ترسره کيدو څخه وروستو کابل کې يو حکومتي وياند په ډاګه کړې وه چې ترهه ګر کله هم وغواړي نو افغانستان کې په هدفونو وار کولى شي ځکه دهغه په قول پاکستان هغوي ته قبايلي سيمو کې دخوندي ځالو لرلو اجازه ورکړې.
دامریکا دخارخه محکمې ویاند دپاکستان په حکومت غږ کړى چې باید ځان په دې خبره پوهه کړي چې دافغانستان،پاکستان او هند امنيت يو بل سره تړلي دي او دريواړو هيوادونو ته ترهه ګرۍ ته ماتې ورکولو لپاره په ګډه دکار کولو اړتيا ده.
کله چې دامريکا دخارجه محکمې وياند مارک ټونر څخه پوښتنه وشوه چې ايا هغه دکابل تور تايدوي نو هغه وويل " ستا دپوښتنې ترټولو لنډ ځواب دى "هو"
مارک ټونر دا هم ويلي چې پاکستان دترهه ګرو ددغو خوندي ځالو دله مينځه وړلو لپاره يو څه پرمختګ هم کړى خو دهغه په قول په ډاګيزه توګه ستونزه اوس هم شته او هم له دې امله امريکا په پاکستان ټينګار کوي چې دټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد دې پرته له کوم امتياز څخه ګامونه واخلي او هغوي دې لړ کې (داسلام اباد) مرستې ته هم چمتو دي
دپاکستان د قبائیلي سیمو د خبریالانو پخواني صدر اؤ وتلي خبریال ښاغلي صفدر داوړ نه چې کله وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې فاټا کې د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه وپوښتل نو هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو له امله اوس د شمالي وزیرستان نه ترهګر د جنوبي وزیرستان، کرم ایجنسۍ اؤ خوست لوري ته اوختي دي
هغه وویل د حقاني شبکې د وسله والو په ضد دپاکستان له لوري د ګامونو نه اخستل کیدو شکونه هم هغه شان برقراره دي اؤ پاکستان لا په واضحه توګه داسې کوم ګام نه دی اخستی چې امریکه ، افغانستان یا نړیواله ټولنه پرې مطئین کړي
دافغان چارو یو بل ماهر پروفیسر نعیم کمال وایي اوس د دنیا سیاستونه ،علمونه اؤ ټاکنیکونه بدل شوي دي ولې له بده مرغه پآکستاني چارواکي هم پخپل زوړ سوچ کې نښتي اؤ یوازې د خپلو اخباري بیانونو د لارې نړۍ ته ځان سپینول غواړي چې دا هیڅ عقلي دلیل نه دی،
ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي کمال وویل د افغانستان حکومت اؤ پوځ که د پآکستان په مقابله کې هر څو ډیر کمزوری دی خو تر اوسه یې د پاکستان لخوا په ګوته کړی شوي ګڼ شمیر ترهګر د خپلې خاورې څخه نیولي اؤ پاکستان ته یې سپارلي دي البته افغانستان اؤ نړیوال قوتونه چې حقاني شبکه په پرله پسې پاکستان ته په ګوته کوي پاکستان نه شي ښودلی چې تراوسه یې ددغه شبکې کوم مهم مشر نیولی یا وژلی دی ؟
هغه وویل اوس پاکستان ته ځان په دې پوهه کول دي چې خپلې ګټې د اقتصاد اؤ ښو اړیکو د لارې افغانستان سره ولټوي اؤ په قبائیلي سیمو کې د ترهګرو د موجودیت تورونو ختمولو ته عملي ځواب ووایي
خو پاکستان بیا دغه رقم تورونه بې اساسه بلي اؤ وایي د ترهګرو په ضد یې پرته له کوم امتیاز څخه ګامونه اخستي اؤ په دغه لړکې یې ډیرې قربانۍ ورکړي دي

Recommended

XS
SM
MD
LG