لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: امریکایي بریدونه اؤ وسله والو سره مرستې یو شان غځیدلي


وسله والو یاغیانو سره اوس د روسيې، ايران، پاکستان او نورو هېوادونو مرستې زياتې شوې
وسله والو یاغیانو سره اوس د روسيې، ايران، پاکستان او نورو هېوادونو مرستې زياتې شوې

په داسې حال کې چې امريکايي هوايي ځواکونو تیرکال افغانستان کې خپل هوایي بریدونه ۴۰ فیصده سیوا کړي وؤ څیړونکي وایي په دغه جګړه ځپلي هیواد کې د وسله والو یاغیانو سره بهرنۍ مرستې هم سیوا شوي دي .
د څیړونکو په وینا د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې اضافه د وسله والو د هاغو هڅو په وړاندې خنډ شوې چې تیرکال یې غوښتل د افغانستان لویې لویې ښارونه ونیسي .
د امریکا وتلې ورځپاڼې وال سټریټ جرنل تیره ورځ پخپل یو راپور کې وئیلي چې په کال ۲۰۱۶م کې د امریکایي ځواکونو لخوا دافغانستان دننه پخپلو هوایي بریدونو کې څلویښت فیصده اضافه افغان جګړه کې دامریکایي ځواکونو هلې ځلې په ډاګه کوي.
ورځپاڼې دعوه کړې چې امریکا خپل دغه جګړه ایز فعالیتونه وروستو له هغې نور هم سیوا کړي چې دوه کاله له مخې د نړیوال زیاتره ځواکونه د افغانستان څخه ووتل.
په کابل کې میشت تکړه افغان خبریال ښاغلي جاوید همیم کاکړ د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونو کې د اضافې په هکله وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي امريکايي ځواکونه يوازې پر مشخصو سيمو او هدفونو بريدونه کوي، چېرته چې د هغوى خپل پلان او هدف وي او ځان لپاره خطر محسوسوي.
د ښاغلي همیم په وینا "وسله والو یاغیانو سره اوس د روسيې، ايران، پاکستان او نورو هېوادونو مرستې زياتې شوې او اوس هغوى ډير پياوړي شوي "
نوموړی وایي تير کال دغو وسله والو هڅه کوله، چې ډيرو بريدونو سره لویې لویې ښارونه ونيسي، خو په دې کار پاتې راغلل.
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ طالبانو دافغانستان جنوبي ولايت هلمند ته دنورو دريوو سوو امريکايي پوځيانو دليږلو امريکايي پلان رد کړى ؤ.
وال سټریټ جرنل دامریکایی پوځ دجنرال چارلس کلیولینډ له خولې ویلی" امريکايي بريدونو کې اضافه دهاغو اختياراتونيغ په نيغه پايله ده چې تیر کال یې ترلاسه کړي وؤ"
امریکایي جنرال وایي " په داسې حال کې چې مونږ ٢٠١٧م کال ته راورسيدو،امريکايي ځواکونه دغه اختيارات لري اود (دولت اسلامیه) دپه نخښه کولو او افغانانو سره دستراتيژيکي اثراتو ترلاسه کولو لپاره به دا په جارحانه توګه کاروي .
خو افغان خبریال ښاغلی همیم بیا وايي چرته که دامریکایي ځواکونو دعملیاتو صلاحیتونه سیوا شوي اؤ خپل بریدونه یې هم په مخالفینو زیات کړي نو هلته وسله والو سره هم د بهرنیو هیوادونو مرستې زیاتې شوي دي.
هغه وایي د کندوز پخواني والي انجنير عمر ادعا کړې ده، چې د کندوز ښار په دوه ځلې سقوط کې د روسيې لاس و او د طالبانو نظامي او پوځي وسايل هم له تاجکستان څخه راتلل .
په کال ٢٠١٤م کې دنړيوالو ايتلافي ځواکونو افغانستان څخه د ستنيدو سره يوه داسې خلا رامينځته شوه چې پکې طالبانو ته په افغان حکومت دبريدونو دسيوا کولو او په سیمو د قبضو کولو موقع په لاس ورغلې وه.
په دغه هیواد کې دمخ په زياتيدونکې امنيتي وضعې او دداعش داضافي موجودګۍ له امله ولسمشر براک اوباما افغانستان کې دامريکايي پوځ کردار غځولى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG