لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګډاني کې په یو بل جهاز د اُور لګېدو پېښه کې ۳ خواريکښ وژل شوي


په دغه جهاز باندې نزدې ۱۵ ورځې وړاندې هم اُور لګېدلی ؤ.
په دغه جهاز باندې نزدې ۱۵ ورځې وړاندې هم اُور لګېدلی ؤ.

د پاکستان بلوچستان صوبې په ګډاني سیمه کې د زړو سمندري جهازونو ماتولو په اډه (ګډاني شپ بریکنګ) باندې یو بل جهاز کې د اُور لګېدو پېښه کې لږ ترلږ درې خواريکښ وژل شوي دي.

په ګډاني کې د خواريکښو د حقونو دپاره کارکوؤنکي تنظيم استازي او پولیس چارواکو پېښه کې د درې خواري کښو د وژنې پخلی کړی دی.

د ګډاني پولیس تهاڼې مشر ملک عبدالجبار وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې وویل، د جهازونو ماتولو په ۶۰م نمبر اډه باندې د اېل پي جي ګېس جهاز د ماتولو دپاره ولاړ، او نن سحر د خواريکښو په جهاز د کار پېل کولو سره په جهاز کې اُور ولګېدو.

د نوموړي په وینا دغه وخت چې په جهاز اُور لګېدو نزدې ۲۸ خواريکښو پرې کار کولو، هغه د اُور لګېدو پېښه کې د درې خواريکښو د وژنې پخلی وکړو او وی ويل په جهاز لګېدلی اُور مړ کړی شوی او د ځينې بې درکه کسانو لټون روان دی.

د پولیس افسر په وینا د مړه شوؤ خواريکښو پېژندګلو لا نه ده شوې.

د خواري کښو د تنظیم (نیشنل ټرېډیونین فېډرېشن) استازي بشیرمحموداني ډیوه ريډیو سره په خبرو کې وویل دا د یوې شخصي کمپنۍ جهاز دی .

بشیر هم د درېو خواريکښو پخلی کوی او وايي چې دا د جهاز د مالکانو وینا ده چې نزدې پینځه خواريکښ بې درکه دي د هغوي لټون روان دی.

هغه وویل په جهاز باندې نزدې ۷۰ کسان سواره وو او په دوي کې زیاتو د جهاز نه لاندې اوبو ته دانګلي او ځانونه یې بچ کړي دي.

د نوموړي په وینا هم په دغه جهاز باندې نزدې ۱۵ ورځې وړاندې هم اُور لګېدلی ؤ.

په ګډاني کې د جهازونو ماتولو په اډه کې کارکوونکو خواريکښو کې د زیاتو تعلق د خېبرپښتونخوا د سوات، دیر او شانګله پار سیمو سره دی .

د خواريکښو د حقونو دپاره کارکوؤنکي وایي چې په ګډاني کې د سمندري جهازونو ماتولو په اډه باندې د کار په وخت د ساتنې دپاره هيڅ انتظام نشته، او نه دوي ته د خوارۍ مطابق اجرت ورکول کيږي.

د تېر کال د نومبر د میاشتې په وړومبۍ نېټه هم په ګډاني کې د جهازونو ماتولو په اډه یوه جهاز کې د چاؤدنې او اُور لګېدو پېښه کې لږترلږه ۲۸ خواريکښ وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG