لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټرمپ په صدارت کې به د امریکا او افغانستان اړیکې نورې ژورې شي


د امریکا د بهرنو چارو د وزارت سیاسي مرستیال تهوماس شېنن د خالي په ورځ د کابل سفر کړی دی.
د امریکا د بهرنو چارو د وزارت سیاسي مرستیال تهوماس شېنن د خالي په ورځ د کابل سفر کړی دی.

د امریکا لوړ پوړي سفارتکار افغان چارواکو ته د واشنګټن د دې ژمنې باور ورکړی چې د جګړو سره مخ په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په لړ کې به د منتخب صدر ډونلډټرمپ د انتظاميې اړیکې د افغانستان سره نورې ژورې شي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت سیاسي مرستیال تهوماس شېنن د خالي په ورځ د کابل سفر کړی، او صدر اشرف غني، اجرائي رئیس عبدالله عبدالله او نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

شېنن وروستو خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د سفر هدف يې د صدر باراک اوباما په اته کلني دور حکومت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جوړو مظبوطو اړیکو څرګندول ؤ.

نوموړي په دې خبره زور رواړی او ویلي دي (( افغانستان سره زمونږ ژمنه په ۲۰م جنورۍ (چې ډونلډټرمپ دفتر سمبال کړي) پای ته نه رسي دا اړیکې به د دې په ځای نورې ژورې شي، د دغو اړیکو ستراټیجیک اهمیت مونږ ټولو ته څرګند دی)).

شېنن ویلي، زه باور درکوم چې افغانستان سره زمونږ اړیکې او مرستې د تلپاتې او اوږدې مودې دپاره دي.

دا لا نه ده واضحه چې د امریکا نوی منتخب صدر ډونلډټرمپ افغانستان کې د روانو عملیاتو په اړه څه چلند لري، کوم چې د امریکا تر ټولو اوږد جنګ جوړ شوی دی.

افغانستان کې دا وخت دامریکا نزدې ۸۵۰۰ عسکر موجود دي کوم چې د طالبانو په ضد جګړه کې د افغان ځواکونو روزنه کوي او هغوي له مشورې ورکوي.

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د القاعده او داعش په ضد د ترهګرو په ضد عملیات هم کوي.

شېنن یوه ورځ وروستو له هغې د کابل سفر کړی چې د امریکايي مېرین کمانډر اعلان کړی د روان کال په وروستیو کې به د افغانستان جنوبي صوبې هلمند ته نزدې ۳۰۰ پوځي مشاور وليږي.

دوه کاله د مخه چې نېټو کله د افغانستان نه خپل ځواکونه ویستي، طالبان د کوکنارو تولیدونکې دغه صوبې په زیاترو ضلعو باندې ورختلي دي. د وسله والو د هېواد په نورو برخو کې په ځینو جګړو کې لاس ته راوړنو دا ویره زیاته کړې چې کال ۲۰۱۷م کې په دغه هېواد کې د تشدد لړۍ نوره سېوا شي.

د امریکا د پوځ ترمخه دا وخت ۶۴ فیصده افغانستان حکومت په کنټرول کې دی او لس فیصده ابادي د طالبانو په لاس کې ده.

د تهامسن شېنن د کابل د سفر په اړه د صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړو مشرانو سره د امریکايي سفارتکار په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ،ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

صدر اشرف غني د افغانستان په بېلابیلو برخو کې د امریکا د همکارۍ او سرتېرو په دغه هېواد کې د پاتې کېدو د مودې په غځولو د صدر باراک اوباما ستاینه کړې ده. نوموړي ویلي د امریکا د نوي حکومت سره به د بنیادي بېن المللی شریک په توګه د افغانستان دوستانه اړیکې لا نورې پراخه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG