لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشهور هندي اداکار اوم پورې وفات شوى


اوم پورې دزيارت په شپه دممبۍ يو هسپتال کې داخل کړى شوى و خو طبيعت ښه نه شو او دجمعې په سحر يې ساه ورکړې ده.
اوم پورې دزيارت په شپه دممبۍ يو هسپتال کې داخل کړى شوى و خو طبيعت ښه نه شو او دجمعې په سحر يې ساه ورکړې ده.

دبالي ووډ مشهور ادا کار اوم پورې دزړه دحرکت بنديدو له وجې د٦٦ؤ کالونو عمر کې وفات شوى دى.

اوم پورې دزيارت په شپه دممبۍ يو هسپتال کې داخل کړى شوى و خو طبيعت ښه نه شو او دجمعې په سحر يې ساه ورکړې ده.

اوم پورې پاکستاني فلم "ايکټر ان لا" کې هم کار کړى و او هم له دې امله هغه تيرو کالونو کې څو ځله پاکستان ته ورغلى و او هم "ايکټر ان لا" دهغه وروستى فلم ثابت شوى.

اوم پوري په ١٨م اکتوبر کال ١٩٥٠ کې دهند انباله سيمه کې زيږيدلى و او تعلق يې هريانه ايالت سره و.

"ايکټر ان لا" دکال ٢٠١٦م دپاکستان ترټولو زيات کاروبار کوونکى فلم ګرځول شوى،همدغه راز " اردهـ ستنيه" ، او مايي ګاډ، ډان، دبنګ، مرچ مصالحه او بلو باربر دهغه بريالي هندي فلمونه دي.

دپاک وهند تاؤتريخوالي له امله تيرو ورځو کې چې کله هندي فلمونو کې دپاکستاني اداکارانو دکارکولو په اړه شخړه راپورته شوه نو اوم پوري په ډاګه دپاکستاني فنکارانو حق کې غږ پورته کړى و، له دې امله په هغه هند کې سختې نيوکې هم شوې وې خو هغه دخپل دريځ څخه پشا شوى نه و.

هغه ته فلمونو کې په غوره اداکارۍ پرماشري ايوارډ ورکړى شوى، هغه د فلم اينډ ټيلي ويژن انسټي ټيوټ اف انډيا او نيشنل اسکول اف ډرامه پشان لويو ادارو څخه تربيت ترلاسه کړى و.

اوم پورې په کال ١٩٧٦ء کې دفلمي ژوند اغاز کړى و، دهغه لمړى فلم په مراټهي ژبه کې جوړ شوى و او پخپله هم مراټهي و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG