لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميلبورن ټيسټ کې پاکستان ته ماتې،سيريزيې هم بايللى


 داسټريليا مچل اسټارک څلور وکټې ترلاسه کړي او اسټيون اسمتهـ دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى ګرځول شوى دى.
داسټريليا مچل اسټارک څلور وکټې ترلاسه کړي او اسټيون اسمتهـ دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى ګرځول شوى دى.

ميلبورن ټيسټ کې دبيټسمينانو دناقصه کارکردګۍ له امله اسټريليا پاکستان ته په يو اننګز او ١٨ رنز سره ماتې ورکړې او ددريوو ټيسټ ميچونو سيريز يې په دوه،صفر برترۍ سره ګټلى دى.

داسټريليا مچل اسټارک څلور وکټې ترلاسه کړي او اسټيون اسمتهـ دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى ګرځول شوى دى.

دپاکستان کپتان مصباح الحق پخپله ماتې دتبصرې کولو په ترڅ کې ويلي فکر يې نه و کړى چې دغه رقم مايسه کوونکې کارکردګي به ښايي.

داظهرعلي او سرفرازاحمد څخه پرته بل پاکستاني بيټسمين داسټريلوي باولنګ مخې ته کلک ودريدى شو او ټول ټيم په ١٦٣ رنز اوټ شو.

دوهم اننګرز کې دپاکستان اغاز يوځل بيا ماياسه کوونکى و،سميع اسلم يواځې په درې رنز هيزل ووټ کلين بولډ کړو،مجموعي سکور کې يواځې ددرې رنځ اضافې څخه وروستو بابر اعظم ددريوو په انفرادي سکور داسټارک په بال کلين بولډ شو.

دوکټو پريوتو دغه لړۍ چې پيل شوه نو په ٨٩ رنز نيم پاکستاني ټيم پويلين ته رخصت شو،تکړه لوبغاړي يونس خان ٢٤، کپتان مصباح الحق صفر او اسد شفيق ١٦ رنز جوړ کړى شول

اظهرعلي دوهم اننګز کې په ٤٣ رنز دهيزل ووډ په بال ايل بي ډبليو اؤټ شو.

اظهرعلي دټيسټ دواړو اننګونو کې په مجموعي توګه ٢٤٨ رنز جوړ کړل کوم چې په دغه ګراؤنډ دکوم بيټسمين دوهم لويې سکور دي، له دې وړاندې ١٩٢٥ء کې دانګلينډ اسټک ليف دواړو وارونو کې ٣٠٣ رنز جوړ کړي وو.

محمد عامر برډ کلين بولډ کړو، هغه يوولس رنز جوړ کړى شول، سرفراز احمد په ٤٣ رنز داسټارک په بال کلين بلډ شو، وهاب رياض او ياسر شاه هم اسټارک پويلين ته ستانه کړل.

داسټريليا لخوا اسټارک څلور، ليون درې، هيزل ووډ دوه او برډ يو وکټ ترلاسه کړه.

دسيريز دوهم او اخري ټيسټ به دريمه جنورۍ سډني کې لوبولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG