لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۲۰۴۸م کې به د چينیانو شمېره د بلوڅانو نه سېوا شي


د رپورټ ترمخه په دې منصوبه کې د بلوڅانو تر ټولو غټه اندېښنه دا ده چې د دوي د ابادۍ نقشه به بدله شي.
د رپورټ ترمخه په دې منصوبه کې د بلوڅانو تر ټولو غټه اندېښنه دا ده چې د دوي د ابادۍ نقشه به بدله شي.

د پاکستان مرکزي اېوان صنعت و تجارت (اېف پي سي سي ائي) دا خبره په ګوته کړې چې په کوم کچ چيني وګړي د پاکستان بلوچستان صوبې ته راروان دي، د پاکستان ـ چين اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) بشپړېدو وروستو به په کال ۲۰۴۸م کې د چينیانو شمېره د ځايي خلکو نه سېوا وي.

اوپه دغسې کيدو په بلوڅانو کې ويره خوره شوې چې دوي به په اقليت کې بدل شي، او د دې سيمې غېر هنر مند وګړي به ځان څنګه بغېر د زمکو نه ځان وساتي کومه چې د دوي يواځينۍ اثاثه ده.

اېف پي سي سي ائي مرکزي حکومت ته سفارښتنه کړې ده چې په دې اقتصادي منصوبه کې دې د ځايي خلکو برخه یقيني کولو په لړ کې دې دوي ته په هنري زدکړو او قانون سازۍ کې حصه ورکړی شي.

د اېف پي سي سي ائي مشر روف عالم د شورو په ورځ يوې خبري غنډې ته په وینا کې رپورټ وړاندې کړی او ویلي يې دي حکومت د سي پېک په اړه پالیسۍ جوړولو کې د پرائيويټ سيکټر استازیتوب او د مرکزي اقتصادي حصه دارو په مينځ کې تفريق نه دی کړی.

هغه ويلي اېف پي سي سي ائي د دې دپاره یوه مشاورتي کمېټي جوړه کړې وه او د سي پېک په اړوند يې یوه جامع رپورټ تیار کړی او پکې يې د شپږو لانجمنو نکتو درجه بندي کړې ده.

د رپورټ ترمخه په دې منصوبه کې د بلوڅانو تر ټولو غټه اندېښنه دا ده چې د دوي د ابادۍ نقشه به بدله شي.

بلوچستان د پاکستان د کمې ابادۍ او زیاتو قدرتي وسایلو ډکه صوبه ده او ګوادر د سي پېک اخرنی منزل دی. هم دا خبره د خلکو پام ځان ته اړوي چې راشي سي پېک ورته اسانتیاوي برابرې کړي او دوي دغلته اباد شي.

رپورټ کې ویل شوي دا بيخي ممکن ده چې په لساني بنیادونو وېش دغه سیمه د چين او پاکستان نه د بېلابیلو خلکو د راتګ څخه اغېزمنه شي.

د رپورټ ترمخه د سي پېک بشپړېدو وروستو به د اقتصاد دپاره کډه کېدونکو چينانو شمېر پاکستان کې نزدې شپږ لاکه وي.

په موجوده وخت کې بلوچستان صوبه کې د بلوڅو شمېر ۵۵ فیصده دی او ابادۍ کې د زیاتوالي کچه يې ۲.۳۶ فیصده ده.

رپورټ کې ویل شوي اټکل شوې د سي پېک مکمل کېدو او ۲۰۴۵م کال څخه به بلوچستان ته د راتلونکو چيني وګړو شمېر د سیمې د ځايي خلکو نه زیات وي.

د یوې سیمې د پرمختیا په لړ کې د هغه ځای په ابادۍ کې بدلون راتلل د معمول خبره ده، ولې رپورټ کې ویل شوي چې د دغه ناخوښه حالاتو مخې نیولو ډېرې ممکنه لارې کېدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG