لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د لشکر طیبه د زده کونکو په څانګه بندېز لګوي


د  امریکا خارجه محکمې اعلان کړی چې دوي لشکرطيبه بهرنۍ ترهه ګره ډله ګرځوي چې ورسره د يادې ډلې د زده کوونکو څانګه هم شامله ده.
د  امریکا خارجه محکمې اعلان کړی چې دوي لشکرطيبه بهرنۍ ترهه ګره ډله ګرځوي چې ورسره د يادې ډلې د زده کوونکو څانګه هم شامله ده.

د امريکا حکومت د شورو/چارشنبې په ورځ اعلان کړی چې د پاکستان د ناقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرطيبه د زده کوونکو څانګه به د نړيوالو ترهه ګرو په نوملړکې شاملوي.

لشکر طيبه د هند مخالف ډله ده کوم چې په مبيينه توګه د پاکستان د استخباراتي ادارو سره هم تړاو لري، په دغه ډلې دا تور دی چې هم دوي د ممبۍ بريدونه کړي وو چې په ترڅ کې يې د شپږ امريکایي وګړو پشمول ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

د امريکا د خارجه محکمې له خوا د زده کوونکو د سازمان "المحمديه سټوډنټس" پرضد دغه قرارداد د هغې وروستو مخې ته راغلی چې د خزانې څانګې د لشکرطيبه دوه مشران د نړيوال ترهه ګرو په فهرست کې شامل کړي او په هغوي امريکايي بندېزونه لګول شوي دي.

لشکر طيبه په کال ۲۰۰۲م کې د پاکستان له خوا ناقانونه ګرځول شوې وه خو د امريکايي چارواکو په وينا چې د دې وروستو هم يادې ډلې خپلې هلې ځلې روانې ساتلي او د دوي مشرانو يو شمېر مرکې او جلسې کړي دي.

د امریکا خارجه محکمې اعلان کړی چې دوي لشکرطيبه بهرنۍ ترهه ګره ډله ګرځوي چې ورسره د يادې ډلې د زده کوونکو څانګه هم شامله ده.

" لشکرطيبه بيا بيا خپل نومونه بدلوي او د بندېزونو نه د بچ کېدو دپاره نورې ډلې جوړوي".

خارجه محکمه زياتوي چې دغه د زده کوونکو څانګې د لشکرطيبه سينئير مشرانو سره د خلکو په بهرتي کولو او نورو هلوځلو کې مرستې کړې دي.

د امريکا د خارجه محکمې د دې عمل مقصد د زده کوونکو په دغه ډله د امريکايي وګړو له خوا دوي ته په هر ډول مرستو ورکولو بندېز لګول دي.

د خزانې محکمې ويلي چې محمد سرور او شاهدمحمود يې "د خصوصي نړيوالو ترهګر" په فهرست کې شامل کړي دي او په امريکا کې که د دوي کومې اثاثې وي هغه به تړل کېږي او ورسره په امريکايي وګړو د دوي سره د کوم کاروبار په کولو هم بندېز لګول شوی دی.

ياده محکمه زياتوي چې دا دواړه په مالي پنګو راټولو کې ککړتيا لري.

د سرور په اړه ويل شوي چي هغه د لشکرطيبه په لاهور کې او محمود په کراچۍ کې مخوريز مشران دي او په دې تېرو وختونو کې يې د خپلې ډلې دپاره د پاکستان نه بهر هم سفرونه کړي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG