لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د ماسکو په غونډه کې د داعش په اړوند څرګندونې رد کړي


ه دې وړاندې هم د افغانستان په تړاؤ د پاکستان، چين او روس ترمنځ دوه لیدنې شوي ولې د دغو غونډو کوم تفصیل مخې ته نه ؤ راغلی.
ه دې وړاندې هم د افغانستان په تړاؤ د پاکستان، چين او روس ترمنځ دوه لیدنې شوي ولې د دغو غونډو کوم تفصیل مخې ته نه ؤ راغلی.

کابل په ماسکو کې د پاکستان ، چين او روس لخوا د افغانستان په تړاؤ شوې غونډه کې د داعش په اړه څرګندونې رد کړي او ویلي يې دي په دغه غونډه کې د افغانستان ګډون پکار ؤ.

د افغانستان په اړه د نهې په ورځ ماسکو کې د پاکستان، چين او روس ترمنځ درېمه غونډه شوې او د غونډې وروستو په جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي ؤ چې په غونډه کې په افغانستان کې د تُندروه ډلې داعش په فعالیتونو او پراختیا اندېښنه څرګند کړی شوې وه.

خو د شورو په ورځ افغان دولت د داعش د زیاتېدو په اړوند د ماسکو د غونډې اندېښنې د حقیقت نه لرې بللي دي.

د افغانستان د دفاع د وزات ویاند جنرال دولت وزیري وایس اف امریکا ډیوه ريډیو سره په خبرو کې ویلي، (( کله چې د داعش پروژه پېل شوه د افغانستان وسله وال پوځ په پوره توان باندې دوي ټول وځپل، په هلمند کې د دوي مشر ووژل شو، په پراه کې دوي دړې وړې شول، په اروزګان او زابل کې دوي د منځه لاړل، په ننګرهار کې د دوي ملا ورماته شوه، داعش په افغانستان کې تحرکات لري مګر داسې چې روسانو ویلي دي په داسې اندازه باندې په افغانستان کې د داعش خطر موجود نه دی او د افغانستان وسله وال پوځ هیڅکله دا اجازه نه ورکوي چې داعش په افغانستان کې مرکزونه ولري)).

د وزیري په وینا پاکستان، چين، روس او نور هغه هېوادونه چې داعش د ځان دپاره ګواښ ګڼي د دغه ډول غونډو په ځای دې د افغانستان مرستې وکړي.

(( روسیه، ایران، پاکستان یا چين هر هېواد چې داعش ځانته خطر بولي هغوي کولی شي چې د افغانستان د حکومت سره مرستې وکړي د دې په ځای چې دوي خپلې غونډې کړي، داعش چې ځپل شوی او دوي بیا هم خپل تشویش اعلانوي د هغې په ځای دې مونږ سره مرستې وکړي چې مونږ نور هم وکولای شو چې داعش د افغانستان څخه نابود کړو)).

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نېټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن د داعش وسله والو د ځپلو په اړه ویلي ؤ دغه ډله د افغانستان په ختیځ کې د ماتې سره مخ شوې ده.

د افغانستان د بهرنو چارو د وزات ویاند شکېب مستغني د ماسکو په غونډه کې هغه موافقې ته هم سخت غبرګون ویلي چې پکې ویل شوي چې افغانستان سره د سولې دپاره دې د ځینې طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د تور فهرست څخه وویستل شي.

مستغني ویلي د ملګرو ملتونو په تور فهرست کې د نومونو شاملولو یا ویستلو صلاحیت یواځې د افغان حکومت سره دی.

((پرته د افغانستان د حکومت څخه هیڅ څوک هم د ملګروملتونو د شورا د تعزیراتو په نوملړ کې د افغانستان د اتباعو د شاملولو د غوښتنې یا د دې نوملړ څخه د هغوي د نومونو ویستلو صلاحیت نه لري او د طالبانو په باب هم خبره داسې ده)).

د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالقدیر ویلي د سيمې او ګاونډي هېوادونو او په خصوصي توګه د پاکستان دوه مخې پالیسۍ ته په کتو وسله وال طالبان باید ځان د پردو منګولو خلاص کړي او د افغان حکومت سره د سولې بېن الافغاني مذاکرات پېل کړي.

افغان څیړونکو هم ویلي د افغانستان په تړاؤ د ماسکو غونډه د افغانستان په سیاست کې لاس وهنه ده او ناوړې پایلې به يې د افغانانو دپاره د منلو وړ نه وي.

د ماسکو په درې هېوادیزه غونډه کې چې افغان حکومت ته بلنه نه وه ورکړی شوې او په دغه غونډه افغان حکومت نیوکې وکړې، په غونډه کې دا پرېکړه شوې چې په څلورم ځل لیدنه کې به افغان حکومت ته بلنه ورکولی شي.

له دې وړاندې هم د افغانستان په تړاؤ د پاکستان، چين او روس ترمنځ دوه لیدنې شوي ولې د دغو غونډو کوم تفصیل مخې ته نه ؤ راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG