لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېبټ اباد کمېشن راپور دې عام کړی شي


د قانون سازو لخوا هم د حکومت نه وخت په وخت دا غوښتنه شوې چې د اېبټ اباد کمېشن رپورټ خپور کړي.
د قانون سازو لخوا هم د حکومت نه وخت په وخت دا غوښتنه شوې چې د اېبټ اباد کمېشن رپورټ خپور کړي.

د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د موجودګۍ او کال ۲۰۱۱م په دوېمه مئي د امريکې په خفيه عملياتو کې د هغه د وژنې د اسبابو دپاره جوړ شوي کمېشن مشر جسټس (ر) جاوېد اقبال وېلي پکار ده چې د اېبټ اباد کمېشن راپور عام کړی شي.

جاوېد اقبال نزدې درې کاله وړاندې په دغه اړوند جوړ کړی پلټنيز رپورټ د هغه وخت وزيراعظم راجه پروېز اشرف ته وړاندې کړی وو.

جسټس (ر) جاوېد اقبال د بې درکه کسانو په معامله د ګل په ورځ د سېنيټ د داخله چارو قايمه کمېټۍ سره ليدلي دي او د هغې وروستو نوموړي رسنیو سره د خبرو په مهال د اېبټ اباد کمېشن د رپورټ عام کولو خبره کړې ده.

ولې نوموړي په دغه اړوند د نور څه ويلو نه ډډه کړې او زياته کړې يې ده چې هغه سوګند پورته کړی د کوم لاندې چې هغه د رپورټ په اړه څه نه شي وېلی.

د سېنيټ د داخله چارو قايمه کمېټۍ غړي جهانزېب جمالديني وايس اف امريکا سره په خبرو کې ويلي حکومت له پکار ده چې د اېبټ اباد کمېشن رپورټ خپور کړي (غوره به دا وي چې حکومت د څيزونو پټولو په ځای هغه رپورټ وړاندې کړي، په هغې کې چې کومې کمزورۍ دي او کومې په ګوته شوي دي هغه دې لرې کړي، زمونږه دا خواست دی چې کله هم کوم کمېشن جوړ شي د هغې رپورټ دې د خلکو نه پټ ونه ساتل شي).

له دې وړاندې هم د قانون سازو لخوا د حکومت نه وخت په وخت دا غوښتنه شوې چې د اېبټ اباد کمېشن رپورټ خپور کړي او په هغې کې وړاندې کړی شوي سفارشاتو باندې عمل کول يقيني کړي.

د جسټس (ر) جاوېد اقبال په مشرۍ پينځه کسيزه کمېشن په راپور تيارولو کې د ۱۰۰ نه زياتو کسانو بيانونه قلم بند کړي وو چې پکې د پوځ، هوايي ځواک، پوليس او استخباراتي ادارو د چارواکو نه علاوه د اسامه بن لادن د هغه کورنۍ غړي هم شامل وو کوم چې امريکايي سرتېرو د عملياتو وروستو په اېبټ اباد کې پاکستاني چارواکو ته سپارلي وو.

ياد کميشن ته دا ذمه واري هم سپارل شوې وه چې په خپل راپور کې د ادارو او چارواکو غفلت په ګوته کړي او د هغې نه علاوه خپل سفارشات هم حکومت ته وړاندې کړي چې په راتلونکي کې دغه ډول پېښې نورې رامنځته نه شي.

جسټس (ر) جاوېد اقبال د بې درکه کسانو د معلومولو دپاره د جوړ کمېشن مشر دی، هغه په دغه اړه هم د ګل په ورځ د سېنيټ د داخله چارو قايمه کمېټۍ ته احوال تېر کړی خبريالانو سره په خبرو کې جاوېد اقبال ووېل چې د بې درکه کسانو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو دپاره چې هغه کوم ډول مرستو ته اړتيا لرله ورسره نه دي شوي.

(د صوبو هم خپلې وعدې دي او خپلې مجبورۍ دي، د خپل ممکن حده پورې مرستې کوي داسې څه خبره نشته چې هغه بالکل مرستې نه کوي خو زۀ چې د کومو مرستو هيله کووم له بده مرغه هغسې مرستي تر دې دمه مونږ سره نه دي شوي).

جسټس (ر) جاوېد اقبال ويلي چې تېره مياشت د ملک د بيلا بيلو برخو نه ۱۰۱ بې درکه کسان معلوم شوي دي ولې هغوي د دې وېلو څخه ډډه کړې چې هغه د کوم ځايه او څنګه راخوشي شوي دي.

د پاکستان په بېلابیلو برخو او په خصوصي توګه د بلوچستان صوبې د بې درکه کسانو په اړه د تېرې یوې مودې راهسې غوښتنې کيږي او په بلوڅ قام پرست وايي چې د بلوڅ بې درکه کسانو شمېره په زرګونو کې ده، ولې د حکومت له لوري ویل کيږي دا شمېره دومره زیاته نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG