لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو فلمي ستوری عمردراز وفات شوی


نومیالی پښتو فلمي ستوری عمر دراز وفات شوی
نومیالی پښتو فلمي ستوری عمر دراز وفات شوی

د پښتو فلمونو نومیالی ستوری ښاغلی عمردراز د جمعې په ماسخوتن د ۷۱ؤ کالو په عمر کې د ورپیښې ناروغۍ له امله پحق رسیدلی.

ټاکل شوې ده د ښاغلي عمردراز جنازه به د خالي په سحر یوولس بجې د پيښور په فقیر اباد سیمه کې اداکیږي .

ښاغلی عمردراز شپږ ورځې وړاندې د فالج د ناروغۍ ښکار شوی ؤ چې ددغه ناروغۍ سره سم د خیبر پښتونخوا د ایبټ اباد په ایوب میډیکل کمپلیکس کې د علاج لاندې ؤ خو دوه ورځې اګاهو د ډاکټرانو په وینا د پیښورلیډي ریډنګ هسپتال ته راوړل شوی ؤ.

د پیښور دلیډي ریډینګ هسپتال د ترجمان ښاغلي ذوالفقارعلي باباخیل له مخې د جمعې په ماسخوتن ښاغلي عمردراز د پيښور په لیډي ریډنګ هسپتال کې ساه ورکړې ده.

د عمردراز تعلق د پيښور سره ؤ اؤ د هغه پلارښاغلي خلیل خان هم د فن د دنیا سره تعلق لرلو.

په کال ۱۹۶۸ کې ښاغلي عمردراز د خپل فني ژوند پیل د پاکستان ټیلي ویژن څخه کړی ؤ .

په کال ۱۹۷۰ کې ښاغلي عمر دراز د پښتو فلم دره خیبر څخه د خپل فلمي ژوند پیل وکړو اؤ بیا یې لږ تر لږه په درې نیمو سوؤ فلمونو کې خپل هنري صلاحیتونه د فلم مینه والو ته وښودل.

ښاغلي عمردراز په پښتو فلمونو کې زیاتره د ولن کردارونه ترسره کړي اؤ په دغو کردارونو کې یې دومره ژوند اچولی چې نن هم په فلم دا ګز دا میدان کې د عمردراز د کږې خولې اؤ منفردې لهجې کردار د پښتو فلم بینو په زړونو اؤ ذهنونو نفش دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG