لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان :٢٠١٦م کې دتشدد پېښو کې ٧٤ ښځې وژل شوي

 امريکا غږ سره دعورت فاونډيشن بلوچستان يو افسر اشفاق مينګل ويلي دي په زنانه وو دتيزابو شيندونکو ته دسزا ورکولو او کم عمرۍ کې دواده په ضد دقوانينو مسوده تياره کړى شوې ده کومه چې به دصوبايي اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې وړاندې کولى شي.

دزنانه ؤ حقونو لپاره کارکوونکې ډلې عورت فاونډيشن بلوچستان کې په زنانه دتشدد په ضد دقانون سازۍ باوجود دهغوي په ضد دتشدد دمخ په زياتيدونکو پيښو دانديښنې څرګندونه کړې ده.

امريکا غږ سره دعورت فاونډيشن بلوچستان يو افسر اشفاق مينګل ويلي دي په زنانه وو دتيزابو شيندونکو ته دسزا ورکولو او کم عمرۍ کې دواده په ضد دقوانينو مسوده تياره کړى شوې ده کومه چې به دصوبايي اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې وړاندې کولى شي.

خو اشفاق مينګل وويل زنانه و ته دپېښو ستونزو هواري لپاره بلوچستان کې دصوبايي کميشن اف دي اسټيټس اف ويمن جوړول ضروري دي.

دهغه وينا وه ز دکميشن جوړيدل ضروري ځکه ترڅو به زنانه دتشدد ماحول کې دل کيږي ، دهغه وينا وه کميشن دې جوړ کړى شي ترڅو ورته زنانه خپل شکايتونه ورسولى شي او بيا دې دغه کميشن دهغوي غوښتنې اسمبلۍ پورې ورسوي او هلته دې منتخب استازي ددې جاج واخلي.

دزنانه و دحقونو دتحفظ دغه ډله وايي دتشدد له امله اکثره زنانه نفسياتي مريضانې جوړيږي نو ځکه سول هسپتال کې دې دزنانه ؤ دنفسياتي مرضونو علاج لپاره په فوري توګه يو مرکز جوړ کړى شي.

دبلوچستان اسمبلۍ غړې ياسمين لهټري ويلي دي حکومت هڅه کړې ده چې دصوبې ضلعي هيډکوارټر کې دروغتيا بنيادي اسانتياوې برابرې کړى شي.

دهغه وينا ده زنانه ؤ ته دروزګار ورکولو لپاره هڅې کوي خو هغوي دګڼو پيچيده ستونزو سره مخ دي په کومو يې چې قابو نه ده موندلې، دهغې وينا ده حکومت زنانه و ته دتحفظ ورکولو لپاره په قانون سازۍ زور راوړى، دتشدد په ضد يې قانون جوړ کړى،دفترونو او نورو ځايونو کې ښځو سره دبدسلوکۍ په ضد هم قانون جوړ کړى شوى خو دنور کار کولو ضرورت هم دى.

داطلاعاتو ترمخه بلوچستان کې دروان کال ديوولسو مياشتو په مهال دخودکشۍ، غيرت په نوم قتل او نورو پيښو کې ٧٤ زنانه وژل شوي،کال ٢٠٠٩م څخه ٢٠١٦م پورې بيلا بيلو پېښو کې دغلته بيلا بيلو پېښو کې دوژل شوو زنانه شميره اوو سوؤ څخه زياته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG