لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دتباه شوې الوتکې مړي اسلام اباد ته وړل شوي،دپيژندګلو عمل جاري


 دمسافرو دغه الوتکه دخېبرپښتونخوا  غرييزې سيمې حويليا سره نزدې  دشورو په ماذيګر راغورځيدلې او تباه شوې وه او پکې دعملې په ګډون ٤٧ کسان مړه شوي وؤ.
 دمسافرو دغه الوتکه دخېبرپښتونخوا  غرييزې سيمې حويليا سره نزدې  دشورو په ماذيګر راغورځيدلې او تباه شوې وه او پکې دعملې په ګډون ٤٧ کسان مړه شوي وؤ.

پاکستان کې تباه شوې الوتکه کې دمړو شوو مسافرو دپيژندګلو عمل روان دى او دزيارت په سحر مړي دايبټاباد ميډيکل کمپليکس څخه اسلام اباد ته وړل کيږي.

دمسافرو دغه الوتکه دخېبرپښتونخوا غرييزې سيمې حويليا سره نزدې دشورو په ماذيګر راغورځيدلې او تباه شوې وه او پکې دعملې په ګډون ٤٧ کسان مړه شوي وؤ.

دايوب ميډيکل کمپليکس دانتظاميې ترمخه تراوسه دشپږو کسانو پيژندګلو شوې ده او دنورو مړو پيژندګلو به دډي اين اى معاينې له لارې کولى شي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه ايبټ اباد څخه اسلام اباد او سي ايم ايچ پينډۍ ته دمړو منتقلولو لپاره درې پوځي هيلي کاپټرې کارولى شي.

چترال څخه اسلام اباد ته روانه دحادثې ښکار شوې دپاکستان دملي شرکت دالوتکې بليک باکس ترلاسه شوى دى او دتباه شوې الوتکې دملبې څخه تر دې مهاله د٤٢و کسانو مړي راويستل شويدي، دپي ايي اى دمشر اعظم سهګل وينا ده چې بليک باکس ترلاسه شوى کوم چې به ايي ايس بي ته ليږلى شي.

دمقامي ميډيا ترمخه دشهري هوابازۍ دادارې سول ايوي ايشن دچارواکو په اړه خپل راپور کې دبليک باکس دترلاسه کيدو خبر ورکړى، دغه الوتکه کې دعملې دپينځوو غړو په ګډون ٤٧ کسان سپاره وؤ.

بليک باکس کې دپايلټ، مرستيال پايلټ، کنټرول ټاور او نورې عملې ترمينځ ترسره شوې اخرۍ خبرې ريکارډ شوي وي چې ترې دالوتکې دتباه کيدو دعلتونو په معلوميدو کې مرسته ترلاسه کيږي.

دافتونو په مهال دمرستو دملي ادارې لخوا دالوتکې په اړه دمعلوماتو دراکړې ورکړې او امدادي هلو ځلو ددوامداره ساتلو لپاره دبيړني ځواب ورکولو مرکز هم جوړ کړى شوى او اولس ته ددغه مرکز درابطې نمبرې دميډيا له لارې جارې کړى شويدي.

داين ډي ايم اى لخوا ويل شوي د ادارې په خواست داخله وزارت حادثه کې دمړو شوو کسانو دمړو منتقلۍ لپاره هيلي کاپټر ورکړى شويدى او ضلعي انتظاميې، پوليسو او دپوځ لخوا دمړو دلټون عمل روان دى.

دمړو شوو کسانو پيژندګلو لپاره دنادرا دچيرمين لخوا دموبايل بايوميټرک ډله هم دپېښې ځايې ته ليږل شوې ده

دمسافرو او عملې نومونه

دپي ايي اى لخوا تباه شوې الوتکه کې دسپرو مسافرو دنومونو په اړه چې کوم فهرست جاري کړى شوى په هغې کې عابد قيصر، احسن ،احترام الحق، عايشه، اکبر علي، اختر محمود، عامر شوکت، امنه احمد، ماه رخ احمد، عاصم وقاص، عتيق محمد، فرح ناز، فرحت عزيز، ګوهر علي، ګل حوران، حاجي نواز، ههين ډيانګ، هيرالډ کيسلر، حسن علي، هيروګ ايچل بنجر، جنيد نهايه، جنيد جمشيد خان، محمودعاطف، مرزا ګل، فرحان علي، محمد علي خان، محمد خالد مسعود، محمد خان، محمد خاور، محمد نعمان شفيق، محمد تکبير خان، نثارالدين، اسامه احمد وړايچ، مهرين راني، سلمان زين العابدين، سميع، ثمينه ګل، شمشاد بيګم، طيبه عزيز، تيمور ارشد، عمره خان او زاهده پروين شامل دي.

دعملې کسان

دپېښې ښکار شوې الوتکه کې دعملې کپتان صالح جنجوعه، مرستيال پايلټ احمد جنجوعه، ټريني پايلټ آل اکرم، اير هوسټس صدف فاروق او عاصمه عادل شامل دي.

دپلټنو امر

دمقامي ميډيا راپورونو کې دسول ايوي ايشن ډويژن دسيکرټري عرفان الهي په اړه ويل کيږي دالوتکې يو انجن کې څه خرابي وه خو دعلتونو معلومولو لپاره به پلټنې وروستو کولى شي، ډي جي سول ايوي ايشن دپېښې دپلټنو امر کړى دى، دا پلټنې به دسول ايوي ايشن سيفټي انوسټي ګيشن بورډ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG